د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغانستان او پاکستان د عمل د ګډ پلان د سند په متن کې د سولې د ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ژمنې شاملې دي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د ولسمشر محمد اشرف غني او وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي ترمنځ کتنه کې هوکړه وشوه چې دغه سند وروستۍ شي.

د نوموړي په خبره د پاکستان وزیر اعظم همدا راز له ښاغلي غني سره په کتنه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ وکړ او د هر راز همکارۍ ژمنه یې وکړه.

مرتضوي زیاته کړه:​"د افغانستان او پاکستان د عمل پر ګډ پلان بحث وشو او هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ملي امنیت سلاکاران په ‎دې سند کار پیل کړي او وروستی یې کړي.

نوموړي وايي، ولسمشر په‎ دغه ناسته کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت به په سیمه کې د سولې لامل شي.

مرتضوي زیاتوي،پاکستاني لوري د افغان حکومت د سولې له طرحې هرکلی وکړ او ویې ویل چې موږ د مرستې لپاره چمتو یو."

د نوموړي په خبره د سرحدي سرغړونې او په ځانګړي توګه د راکټي بریدونو، د سیمه‎ییزې همکارۍ او اتصال، له منځنۍ اسیا پاکستان ته د برښنا لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د اسنادو پر چمتو کولو هم بحث وشو.

شاه حسین مرتضوي همدا راز وویل چې دواړه لوري افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره هم پر یوه مېکانېزم هوکړې ته ورسېدل.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي همدا راز وویل چې ولسمشر غني او شاهد خاقان عباسي له کوټې څخه تر کندهار او هرات پورې د ریل پټلۍ، د پېښور- جلال‎اباد د سړک او ریل پټلۍ او همدا راز د پېښور کابل د سړک په اړه خبرې کړي دي.

شاهد خاقان عباسي د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راغلی دی.

ښاغلي عباسي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې په جلا توګه د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او پاکستان ته یې د تګ بلنه ورکړې ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، شاهد خاقان عباسي په ‎دغه کتنه کې ویلي چې پاکستان چمتوالی لري، څو د افغان سولې لپاره زمینه برابره کړي.

د فیصل په خبره په دغه ناسته کې اجرائیه رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پر رامنځته کېدو ټینکار کړی دی.

د ښاغلي عبدالله په باور د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا هغه مهال رامنځته کېدای شي چې په افغانستان د جګړې شدت کم شي.

دا سفر په ‎داسې حال کې ترسره کېږي چې له څو کلونو را په‎ دې خوا د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ اړیکې ترینګلي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا لوی لامل د افغان حکومت هغه ادعا ده چې ګواکې پاکستان د سولې په برخه کې رښتینې همکاري نه‎ کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان کابل ته د پاکستان د وزیر اعظم سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي.

راپور: محمد حدیث پردېس

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

لواړګي کې د ډینګي ناروغۍ اګهۍ کمپاین
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG