د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عاصمه راني د وژنې مقدمه به د پېښور ترهګرۍ ضد عدالت پرمخ وړي


پېښور های کورټ
پېښور های کورټ

پراګ - په کوهاټ کې د اېبټ اباد مېډيکل کالج د وژل شوې زده کونکې عاصمه راني کورنۍ وايي ډېر خوشحاله دي چې عدالت د عاصمه راني مقدمه له کوهاټه پېښور ته د منتقل کولو امر وکړ.

د عاصمه راني خور صفيه راني نن[شنبه] مشال راډيو ته وويل چې مخالفين يې ډېر بااثره دي او په کوهاټ کې يې د خور مقدمه پرمخ وړل ګران و. نوموړې زياتوي چې اوس هم په دې خپه ده چې عدالت له ځنډه کار اخلي او د مقدمې پريکړه ژر نه کوي.

تېره میاشت د عاصمه راني ورور پېښور های کورټ ته خواست کړی و چې د امنیتي خطر له وجې دې د هغه د خور د وژنې مقدمه له کوهاټ څخه پېښور ته انتقال کړي. پېښور های کورټ پرون [جمعه] امر وکړ چې د عاصمې د وژنې مقدمه دې د پېښور ترهګرۍ ضد عدالت پرمخ يوسي.

عاصمه د جنورۍ پر ۲۷مه په کوهاټ کې وژل شوې وه

دا په داسې حال کې ده چې د کوهاټ پولیس وايي، د عاصمې راني په وژنه تورن مجاهد الله اپریدی يې عدالت ته وړاندې کړی دی. تر دې مخکې د پولیسو مشر عباس مجید مروت په پېښور کې خبري غونډې ته ويلي و چې د جنورۍ پر ۲۷مه چې عاصمه راني وویشتل شوه نو دوی له هغه وخت راهیسې د مجاهد اپریدي ورور صدیق الله اپریدی او د هغوی ملګری شاهزېب نیولي دي. د عاصمه راني کورنۍ تور پورې کوي چې لومړی ملزمانو هغې ته د واده وړاندیز کړی و خو د عاصمې تر انکار وروسته یې ووژل.

پوليسو د عاصمې راني په وژنه تورن مجاهد الله اپریدی عدالت ته وړاندې کړی دی

د عاصمه راني خور صفيه راني وايي چې د پوليسو او حکومت له کارکردګۍ مطمين دي خو بيا يې هم وروڼه له مسلو سره مخ کيږي ځکه د هغې په وينا د تورن قاتل کورنۍ زيات نفوذ لري. بلخوا د کوهاټ پولیس چارواکی وايي، دوی د عاصمې د کورنۍ حفاظت ته ژمن دي او د هغې له کور سره یې یو پولیس هم درولی دی او د کورنۍ غړي یې چې عدالت ته ځي نو هغه وخت یې هم امنیت ساتي.

پولیس وايي، عاصمه د جنورۍ پر ۲۷مه په کوهاټ کې وژل شوې وه. پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې نوموړې په ژوبل حالت کې د مجاهد اپریدي نوم اخیستی و چې هغه ورباندې ډزې کړې دي.

د عاصمې راني د وژنې د پېښې نوټس سپریم کورټ هم اخیستی و.

XS
SM
MD
LG