د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا: روس د اعصابو فلجولو کیمیاوي مادې کارولو برید کړی


برتانیا او امریکا په ملګرو ملتونو کې پر روسیې سخت انتقاد کړی او ورباندې یې تور پورې کړی چې د برتانیې په خاوره کې یې، د اعصابو فلجولو کیمیاوي مادې په استعمالولو، برید کړی دی.

دواړو هېوادونو تېر مازیګر په ملګرو ملتونو کې پر مسکو دا تور هم پورې کړ چې د امنیت شورا او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د کارولو په هڅو، په برتانیا کې د روسیې پخواني استخباراتي افسر سېرګې سکرېپال او د هغه لور یولیا ته د زهرجنې کیمیاوي مادې ورکولو د پېښې خپلواکه پلټنې زیانمنوي.

د برتانیې سفیرې کیرن پییرس وویل،دوی ((ټول پوهېږي چې پلټنې ولې روانې دي. دا ځکه روانې دي چې د برتانیا پر خاوره د ملکي وګړو د وژلو په موخه د پوځي سطحې د اعصابو فلجولو کیمیاوي ماده کارول شوې.))

په غونډه کې د امریکا استازې کیلي کیوري وویل، واشنګټن او برتانیا ((کلک باور لري چې روسیه د دې کیمیاوي برید ذمه واره ده.))

دې وویل،((یا روسیې قصداً دا کیمیاوي وسله کارولې او یا د دې مادې په اړه د معلوماتو ورکولو او په ساتنه کې یې پاتې راغلې.))

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویسیلي نېبېنزیا پر برتانیې تور پورې کړ چې د جرمني د ناڅیانو د وخت په ټاکټیکونو یې د مسکو پر ضد د پروپیګنډې جګړه پیل کړې.

د سکرېپال او د هغه د لور د پېښې پر سر برتانیې، امریکا او یو شمېر ملګرو یې یو شمېر روسیو ډېپلوماټانو ته د هېوادونو پرېښودو امر وکړ. روسیې هم په غبرګون کې امریکايي او برتانیوي ډېپلوماټان له هېواده ایستلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG