د باجوړ ایجنسۍ ځينو خلکو کورونه په ۲۰۰۸ز کال په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې ړنک کړل شوي ول خوتر دې دمه ور ته د خپلو کورونو د بیا-رغولو حکومتې مرستې نه دي ورکړل شوې.
دغه خلکو د باجوړ د متاثرینو په نوم یوه کمېټه جوړه کړې ده او دغې کمیټۍ دولت له خبرداری ورکړی که دوی ته خپل حق د اپرېل تر پنځویشتمي ور نه کړل شو نو اغېزمن شوې اته سوه کورنۍ به د ګورنر هاوس مخې ته احتجاجي ناسته پیلوي.
د چارشنبې په ورځ په پېښور پرېس کلب کې د خبري کانفرنس پر مهال د باجوړ متاثرینو د کمېټۍ مشر حاجي سبز علي خان مشال راډيو ته وویلچې د ایف ډي اېم اې د ویب پاڼې د معلوماتو ترمخه په باجوړ کې په پوځي عملیاتو کې ټول ۹۲۱۳ کورونه په مکمله توګه یا په جزوي توګه زیانمن شوي وو او د فاټا طبعي ورانیو سمبالولو ادارې تر سیوري لاندې د مکمل تباه شوي کور پر سر څلور لکه روپۍ او د جزوي زیانمن شوي کور پر سر یو لاک شپېته زره روپۍ خلکو ته ورکړل شوي دي خو په باجوړ کې د هغوی له کمېټۍ سره اته سوه داسې کسانو ځانونه ثبت کړي دي چې د حکومت د نوملیکنې ترمخه یې کورونه زیانمن شوي دي خو لا تر دې دمه ورته مالي مرستې نه دی ورکړل شوي.
سبز علي خان زیاتوي له سرکاري چارواکو سره یې بیا بیا د خپلوستونزو هوارولو په اړه خبرې کړې دي خو چارواکي یې ستونزه نه هواره وي او کله ورته وايي چې دغه د امریکايي مرستندویه ادارې یوه پروژه وه او د هغه پروژې پېسې ختم شوي دي.
سبز علي خان وايي د هغوی کورونه هم په پاکستان کې وران کړل شوي دي او ذمه وار یې هم پاکستاني چارواکي دي.
هم د دې ستونزي په لړ کې نصر الله چې په باجوړ کې یې کور ور وران کړل شوی دی مشال راډيو ته وویل، چې له دوی سره سر تر پایه ظلم روان دی. دی وايي په چارمنګ کې به نېږدې اته سوه کورونه ول چې وران شوي او ړنګ کړل شوي دي، په هغوی کې درې درې-نیم سوه کورنه داسې دي چې لا هم ور ته د تباه شویو کورونو پیسې نه دي ورکړل شوې.
نصرالله وايي (دمګړۍ مو کورنۍ په مردان کې اوسېږي، په باجوړ کې مو غټ کور لرلو تاسو خبر یاست چې په باجوړ کې خلک لوی لوی کورونه لري، زموږ په کور کې هم اووه کوټې وې. او کور مو ګړد وران کړل شوی دی. په باجوړ کې خو زموږ پر کورونو درې ځلې ناتار راغلې، لومړی طالبانو کورونه راوسوځول، بیا غله پرې راولګېدل هغوی تاله ترغه کړل، بله پېره د پاکستان جنګي الوتکو بمباري پر وکړه.)
دی زیاتوي تشې وعدې ورسره کېږي خو هېڅوک پرې لاس نه پورې کوي.