د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: له شامه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه ژر پرېکړه کوم

ولسمشر ټرمپ ویلي، هغه په دې اړه ډېر ژر پرېکړه کول غواړي چې له شامه امریکايي ځواکونه وباسي او که نه؟

د سېشنبې په ورځ په واشنګټن کې د درېو بالټیک هېوادونو له ولسمشرانو سره یوې خبرې غونډې ته وویل، تر کومه چې د شام خبره ده نو هلته زموږ بنیادي هدف له اسلامي دولته ځان خلاصول وو.

موږ دغه کار سر ته رسولې دی او په دغه اړه به د سیمې له نورو هېوادونو سره په همکارۍ دا پرېکړه کوو چې وړاندې به څه کوو.

ولسمشر ټرمپ وویل، غواړي چې له شامه بهر شي، ځواکونه کور ته ستانه کړي او د ملت په بیا جوړونه کار پیل کړي.

امریکا په شام کې د هغه ځانګړیو ځواکونو په ګډون چې د کردانو د جمهوریت پلوه ځواکونو لارښودنه او مرسته کوي ۲۰۰۰ ځواکونه ځای په ځای کړي دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG