د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: د نندرک کلیوال وايي حکومت یې مځکه قبضه کول غواړي


د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د نندرک کلي خلک وايي حکومت یې زرخېزه مځکه د چین پاکستان اقتصادي لپاره قبضه کول غواړي.

د موټروې کرنل شېر خان انټر چېنچ ته نزدې پراته نندرک کلي خلکو د خپلې د مسلې د هواري لپاره له تېرو دوو اونیو راهسې د حکومت ضد احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

دوي وايي حکومت یې د مځکو قانون د سیکشن فور مخې ۸۵ زره کناله ززخېزه مځکه د چین پاکستان اقتصادی راهدۍ پروژې ته قبضه کول غواړي.

دې خلکو د سه شنبې په ورځ ناوخته د پېښور پریس کلب مخې ته هم یوه احتجاجي مظاهره وکړه.

د احتجاج کوونکو یو مشر حاجی جمشېد مشال راډیو ته وویل ، پر مځکه یې نقشې جوړې ښوې دي خو له دوي سره هیڅ خبره نه ده شوې.

د مغلکو یونین کونسل مرستیال ناظم ستبر خان وویل ، دا لومړی ځل نه دی بلکې کومت تر دې وړاندې هم د دوي مځکې قبضه کړې دي.

ستبر خان وویل ، “ یو ځل موټروې راغله هغه مو مځکه ونیوله ، بیا انټرچین جوړ شو هغه رانه ونیوله ، بیا د چینازوم په نامه رانه ونیول شوه او اوس بې بیا د سي پیک لپاره راڅخه قبضه کول غواړي.”

ده وویل ، دوي نور هڅ نه غواړي او یوازېنۍ غوښتنه یې دا ده چې خپله مځکه دې ورته پېښودل شي چې هم بچیو ته پکې روزي ګټي او هم پکې خپل قبرونه جوړوي.

یو ځايي بل مشر ناصر خان وویل ، دوي حکومت ته په ډاګه وايي چې دوي خپله مځکه په هیڅ قېمت نه خرڅوي.

ده وویل ، مځکه یې زرخېزه ده او د دوی لپاره د امدن یوازېنۍ وسیله ده دوي یې ځکه له سره خرڅلاو ته نه دي تیار.

تر دې وړاندې په هزاره ډویژن کې هم د پښتونخوا ولسي تحریک لخوا په دې وجه احتجاجونه او غونډې ترسره شوې وې چې د ولس نه د سي پېک لپاره مځکي قبضه کړل شوې وې او هغوي ته د مارکیټ د نزخ مطابق پېسې نه ورکول کیږي.

د حکومت له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته ندی راغلی.

XS
SM
MD
LG