د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې یو لوړ پوړي سفارتکار پر برتانیا او امریکا تور پورې کړی چې په انګلستان کې یوه پخواني روسي جاسوس ته د زهر ورکولو په اړه دروغ او ناسم معلومات خپروي.

دا پېښه تېره میاشت مخې ته راغلې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې او غربي نړۍ ترمنځ ناندری ان تر ساړه جنګ هم بدتر حالت ته رسېدلې دي.

د لاروف څرګندونې، د مارچ په څلورمه نېټه د انګلستان په سالبري ښار ګوټي کې سرګې سکریپال او د هغه لور یولیا ته د زهر ورکولو د پېښې نه پس د روسیې او غربي چارواکو ترمنځ د بیانونو د تبادلې وروستۍ کړۍ ده.

برتانیا، امریکا او د دوی شلو نه زیاتو اتحادي هېوادونو د دې پېښې په سر له خپلو هېوادونو ۱۵۰زیات روسي سفارتکار ویستلي دي، مسکو هم ځوابي کاروايي کړې ده.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG