د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کشمیر په سرینګر او نورو سیمو کې ژوند په ټپه ولاړ دی


د هند تر واک لاندې په کشمیر سیمه کې د پولیسو او مظاهره کونکیو ترمنځ د تېرې ورځې د اخ و ډب نه پس چې پکې شل کسان وژل شوي وو، راپورونه وايي نن د هړتال، او د امنیتي محدودیتونو له وجې هرڅه په ټپه درېدلي دي.

د بیلتونپالو مشرانو په غوښتنه نن په سیمه کې دکانونه او سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.

راپورونه وايي، په مرکزي سیمه سرینګر او په شاوخوا نورو ښارګوټو کې ګرځبندیز ته ورته حالت دی او د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره نور ځواکونه هلته ګمارل شوي دي.

د تاوتریخوالي له وجې د سیمې سکولونه او کالجونه هم نن بند دي او د مبایل انټرنیټ سرویس هم بند کړل شوی څو د مظاهره کونکیو ترمنځ راشه درشه بنده کړل شي. د پرون ورځې په اخ و ډب کې درې هندي پولیس، ۱۳ وسله وال او ۴ ولسي کسان وژل شوي وو.

پولیس وايي دوی وروسته له هغې ډزې وکړې چې په زرګونو تعداد کې خلک لارو ، کوڅو ته ووتل او پر امنیتي سرتېرو یې د کاڼو ګوذارونه وکړل. پاکستان په کشمیر کې پر مظاهره کونکیو د هندي عسکرو ډزې غندلي او ویلي یې دي چې د دوی په وینا پر بې ګناهو خلکو ډزې کول یو بې رحمانه ګام دی.

کشمیر د هندو اکثریته هیواد هندوستان او مسلمان اکثریته هیواد پاکستان ترمنځ له ۱۹۴۷ کال راهېسې ویشل شوی دی. دواړه ملکونه د کشمیر د ملکیت دعوېداره دي او تر اوسه پرې دوه وارې جنګیدلې هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG