د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ برتانیا ته ستنه شوه


یوه حکومتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د ملالې یوسفزۍ کورنۍ د دوشنبې پر ورځ له پاکستانه برتانیا ته ستنه شوه.

د هوايي ډګر یوه چارواکي هم ویلي چې ملاله یوسفزۍ په الوتکه کې کښېناسته او پرواز یې وکړ.

ملاله، سره د خپل پلار، مور او دوو وروڼو چې پاکستان ته ولاړه نو هلته یې په اسلام اباد کې غونډو ته ویناګانې وکړې او له یوشمېر فعالانو، حکومتي مشرانو او له خپلو ملګرو سره یې ولیدل.

د خالي پر ورځ ملاله یوسفزۍ سوات ته هم ولاړه او هلته یې خپل کور ولید.

تېره پنجشنبه چې نوموړې اسلام اباد ته ورسېده نو د وزیراعظم په دفتر کې یې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، دا یې ارمان وو چې پاکستان ته ستنه شي.

ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۲ز کال په اکتوبر کې په وسله وال برید کې ژوبله شوې وه.

نوموړې د درملنې لپاره برتانیا ته یوړل شوه او له هغه وخت راهیسې بیا پاکستان ته نه وه تللې.

ملاله دا مهال په اوکسفرډ پوهنتون کې زده کړې کوي.

اژانس فرانس پرېس وايي، پینځه نیم کاله وروسته د ملالې پاکستان ته لومړی سفر له احساساتو او جذباتو ډک وو.

د وزیراعظم په دفتر کې غونډې ته په وینا کې نوموړې وژړل او ویې ویل چې ۲۰ کلنه ده خو په ژوند کې یې ډېر څه لیدلي.

سوات ته په رسېدو نوموړې وویل، سوات یې هغه مهال پرېښی وو چې سترګې یې پټې وې او اوس له غړېدلو سترګو سره ورستنه شوې.

د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ وویل، ډېره خوشاله ده چې سوات یې بیا ولید. خوب یې ریښتیا شو.

دې په مینګوره کې د خپل ښوونځي دباندې زیاته کړه چې د ګڼو وروڼو او خویندو بې شماره قربانیو سوات ته سوله وروستې ده.

XS
SM
MD
LG