د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون تحفظ مومنټ: خیبر کې دې له کاروبارونه بندېز واخیستل شي


پښتون تحفظ مومنټ په یکشبنه د خیبر ایجنسۍ په جمرود او لواړګي کې دوې جلسې وکړې چې پکې خلکو ته د پېښور د اتم اپریل په جلسه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه.

د لواړګي بازار په باچا خان چوک کې د جلسې په وخت د فاټا لایرز فورم مشر او د یاد غورځنګ غړي رحیم شاه اپرېدي او یوشمېر نورو مشرانو ویناوې وکړې او پکې یې د پښتنو او په ځانګړي ډول د قبایلي ولس د کړاونو یادونه وکړه.

په جمرود کې د جلسې پر مهال قبایلي مشرانو وویل چې په بدامنۍ کې یې کورونه ړنګ شوي، کډوال شوي، په چیک پوسټونو ځورول کېږي او په تورخم کې پرې یوشمېر کاروباري بندېزونه لګول شوي. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې مسلې دې یې په ترجیحي توګه حل کړي.

په دې جلسو کې شریکو ځينو ځایي خلکو په خپلو لاسونو کې بېنرونه نیولي وو چې د خپلو ورک کړل شویو کسانو تصویرونه او د ورکیدو نېټې پرې درج وې او د هغوی د خوشېکولو غوښتنه یې کوله.

حکومت وايي له پښتون تحفظ مومنټ سره یې په فرورۍ کې په اسلام اباد کې د دهرنې ختمولو په وخت کړې یوشمېر وعدې پوره کړي او د پاتې نورو د هوارولو کوشش کوي.

XS
SM
MD
LG