د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان او امریکا د همکارۍ لپاره په مشترکو نکاتو سلا شوي نه دي"


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل

پراګ ـ پاکستان وايي له امریکا سره یې په دوه اړخیزو معاملو، د افغانستان او سیمې په اړه پر همکاریو خبرې اترې روانې دي خو لا هم پکې په مشترکو نکاتو نه دي سلا شوي.

د خالي پر ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وویل، پاکستان ته د منځنۍ او جنوبي ایشیاء لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې ایلس ویلز ورستی سفر ګټه و خو پکې دواړه خواوې په ګډ لایحه عمل متفق شوي نه دي. نوموړي زیاته کړه:

((ډیرې مثبتې خبرې اترې شوي دي. د جنوبي ایشیاء لپاره د ستراتېژۍ له اعلان راهیسې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، سیکترې او وزیراعظم هم د امریکا سفرونه کړي دي. له امریکا لیزا کرټیس، جېمز مېټیس او ایلس ویلز هم د اسلام سفرونه وکړل. د شریکو ګټو په ټولو موضوعاتو خبرې شوې دي. کوشش روان دی چې یوه شریکه لا پیدا کړو خو لا هم بریالي شوي نه یو، نو د دې لپاره خبرې اترې روانې دي چې په شریکه لار سلا شو.))

پخوانی سفارتکار او څیړونکی رستم شاه مومند وايي د امریکا او پاکستان کړکېچ د افغانستان په سر دی چې په اړه یې واشنګټن او اسلام اباد خپلې، خپلې اندیښنې لري او سپیناوی یې نه کیږي. نوموړي وویل:

(( په افغانستان کې د تشدد پیښې سېوا شوي دي. مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده او امریکا دا ګڼي چې زیاتره برید کوونکي په پاکستان کې پټیږي، خو پاکستان وايي چې داسې نه ده او امریکا په دې باور نه کوي. بلخوا پاکستان داسې ګڼي چې په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو نه هند ګټه پورته کوي او د پاکستان پر ضد یې استعمالوي، واشنګټن د اسلام اباد په دې اندیښنو لرې کولو کې ناکامه دی.))

بلخوا د پیښور پوهنتون د سیمه ییزو زده کړو د څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان وايي د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د جنوبي ایشیاء او افغانستان په اړه د ستراتېژۍ له اعلانیدو وروسته پاکستان د یو شمېر سخت دریځو ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي ځکه چې د پاکستان نږدې دوست هېواد چین هم له اسلام اباده د وسله والو ډلو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوي:

(( په پاکستان کې هم خلکو ته ترهګرۍ ډیر زیان اړولی او نور یې نه برداشت کوي. حکومت د وسله والو ډلو پر ضد یو شمېر ګامونه پورته کړي او هڅه کوي چې د دې مسئلې نه ځان خلاص کړي. خو وسله والې ډلې په پاکستان کې ډیرې خورې جرړې لري او تر شا یې ډیر قوي خلک ولاړ دي نو د دې مسئلې ختمول به وخت اخلي. البته دا ویلی شو چې په پاکستان کې ترهګري ډیره کمه شوې ده.))

ډاکټر سرفراز خان زیاتوي، پکار ده چې اسلام اباد او واشنګټن د یو بل اندیښنې ختمې کړي نو بیا به د دواړو ترمنځ اعتماد رامنځ ته کیږي او صادقانه همکاري به سېوا کیږي چې افغانستان، پاکستان او سیمې ته به یې ګټه ورسي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG