د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر فیصل: پاکستانی وزیراعظم به په کابل کې تفصیلي خبرې وکړي


داکټر محمد فیصل
داکټر محمد فیصل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وايي ، له امریکايي پلاوي سره یې ګټورې خبرې کړې دي.

دا خبره ډاکټر محمد فیصل د شنبې په ورځ مشال راډیو ته په مرکه کې وکړه او زیاته یې کړه چې دوي اسلام اباد ته ورغلې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیالې وزیرې الیس ویلز سره د شريکو ګټو پر ټولو موضوعاتو ګټورې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره الیس ویلز په روانه اونۍ کې پاکستان ته په رسمي سفر تللې وه او هلته یې د پاکستان د بهرنيو چارو له سېکرټرې تهمينه جنجوعه سره ملاقات کړی وو.

ډاکټر محمد فيصل د دې سفر د ارزښت په اړه وویل، “د شريکو ګټو په ټولو موضوعاتو ګټه وري خبرې شوې دي او کوشش روان دی چې يوه شريکه لاره ترلاسه کړو کومه چې تراوسه نده ترلاسه شوې. خو دا خبرې اترې هم د دې لپاره دي چې هغه شريکه لاره پيدا کړو.”

د پاکستان او امریکا اړیکې په دې ورستیو کې له دې کبله ډېرې کړکېچنې شوې دي چې د امريکا له لوري په وار وار له پاکستانه غوښتنه کېږي چې د ترهګرو پرضد دې نور ګامونه پورته کړي.

ډاکټر محمد فيصل په دې اړه وویل چې “موږ له ډيرې مودې راهيسې دا خبره کوو چې زموږ د مسلې له حل کولو سره به نورې مسلې هواري شي.”

ده وویل “ په پاکستان کې له دريو لسيزو راهيسې شاوخوا درې ميلیونه افغان کډوال ميشت دي. د هغوي د ستيندو لپاره انتظام وکړل شي. په افغانستان کې د کډ‌والو لپاره داسې ځايونه جوړ کړل شي چې دوي ستانه شي. د دې ترڅنګ د اپيمو د کروندې خبره ده او د دې پيسې پر جنګ مصرفېږي. د دې تر څنګ له افغان خاورې په تسلسل سره بریدونه کېږي. د دې ټولو مسلو د حل کولو ضرورت دی. چې دا مسلې حل شي نو هله به ټول معلامات سم شي.”

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د اپريل په شپږمه نېټه د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په بلنه کابل ته ځي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل د دې سفر په اړه وويل دوي غواړي چې ټولې مسلې د خبرو اترو له لارې هوارې کړل شي.

ده زياته کړه ”تاسو ته معلومه ده چې د پوځ مشر او بهرنيو چارو سیکرټر کابل ته تللي وو او اوس وزيراعظم هم ځي، موږ غواړو چې ټول معاملات د خبرو اترو د لاري حل کړو.”

افغان ولسمشر د مارچ پر ۱۷مه نېټه په کابل کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره د کتنې پر مهال د پاکستان وزيراعظم ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې وه چې د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت په دريځ کې د مثبت بدلون اشاره ورکوي.

XS
SM
MD
LG