د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ په سوات کې خپل کلي کور ته تللې ده


ملاله یوسفزۍ

د سولې نوبيل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ څه باندې پينځه کال پس د مارچ پر ۳۱مه د خیبر پښتونخوا د سوات په سیدو شریف کې خپل کلي کور ته تللې ده.

ملالې یوسفزۍ په خپل کور کې یو څه وخت تېر کړی او بیا یې هلته له خپلو ملګرو او د سکول له استاذانو سره هم ليده کاته کړي دي.

له نوموړې سره د هغې پلار ضياالدين یوسفزی او مور تورپېکۍ هم ملګري دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې که څه هم د نوموړې د فعالیتونو بشپړ مالومات نه دي په ډاګه شوي خو ټاکل شوې ده چې نوموړې به د سوات په کېډټ کالج کې په یوه غونډه کې هم ګډون وکړي.

ملاله یوسفزۍ څه باندې پنځه کاله وروسته له برتانیا څخه په څلور ورځني سفر پاکستان ته تللي ده او هلته یې د وزیراعظم تر څنګ له یو شمېر نورو چارواکو او فعالانو سره لیده کاته کړي دي.

نوموړې د جمعې په ورځ د پاکستان یو شخصي جیو ټلویژن ته په مرکه کې په ډاګه کړې ده چې په برتانیا کې د زده کړو تر پای ته رسولو وروسته به د تل لپاره پاکستان ته ستنېږي او هلته به د تعليم لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ملاله او د هغې مور او پلار له پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره
ملاله او د هغې مور او پلار له پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره

ملالې یوسفزۍ ویلي چې په پاکستان کې د ۲۰۱۲ م کال پرتله اوس حالات ښه شوي او ډېر مثبت کارونه پکې روان دي.

دې زیاته زیاته کړې چې د - ملاله فنډ - هدف هرې يوې ماشومې ته تعليم ورکول دي او زیاته پاملرنه یې هغو هیوادونو ته ده چې د نجونو د تعلیم په وړاندې پکې زیات خنډونه دي.

د ملالې یوسفزۍ په وینا ، په دې هیوادونو کې پر لومړي مقام افریقايي هیواد نایجېریا ده او له هغه وروسته پاکستان دی او دوي د دې حالت ښه کولو لپاره کار کوي.

ملاله یوسفزۍ د مارچ پر ۲۹مه پاکستان ته ولاړه. نوموړې د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر ۹مه په سوات کې وسله والو له دې کبله په ډزو ویشتلې وه چې د نجونو د تعلیم لپاره یې مبارزه کوله.

نوموړې بیا د علاج لپاره برتانیا ته یووړل شوه او هلته په سکول کې داخله شوه او اوس په مشهور اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کوي.

ملالې یوسفزۍ ته د خپلې مبارزې په بدل کې په ۲۰۱۵م کال کې د امن نوبل جایزه هم ورکړل شوه او د هغه تر څنګ یې یو شمېر نورې نړیوالې جایزې هم ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG