منظور پښتین وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د خپلو موخو ترلاسه کولو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
نوموړي دا څرګندونې له مشال راډیو سره په مرکه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د پيښور جلسي لپاره تيارۍ روانې دي او خلک پخپله له دوي سره رابطې کوي.
له منظور پښتين سره مرکه د مشال راډیو خبریال ګل ايازکړې ده او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور د چارشنبې په ورځ ويلي وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين زياتره غوښتنې پوره شوې دي. ایا رښتیا هم داسې ده؟
-
ګل ایاز
ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. له نوموړي سره پر ټوېټر یا فېسبوک اړیکه نیولای شئ.