د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دیر ضمني ټاکنو کې په لومړي ځل ګڼو ښځو رایې اچولې


سوات کې د انتخاباتو فایل فوټو
سوات کې د انتخاباتو فایل فوټو

د زیارت/پنجشنبې ورځ د خېبر پښتونخوا په بره دیر کې د مقامي حکومتونو څلورو چوکیو لپاره ضمني انتخابات ترسره شول چې پکې په اول وار ګڼو ښځو خپل ووټونه واچول.

په تېرو وختونو کې په بېلا بېلو انتخاباتو کې د دغو سیمو سیاسي ګوندونو وخت په وخت داسې لوظنامې کړې وې چې ښځې به ووټونه نه اچوي. خو له دير سره تعلق لرونکې او د زړورې ښځې نړيواله جايزه ګټونکې شاد بيګم وايي چې دا وار په دغو انتخاباتو کې تر دېرشو فيصدو زياتو مېرمنو برخه اخیستې ده.

بلخوا د خيبر پښتونخوا د اليکشن کمېشن وياند سهيل خان وايي د نوي انتخاباتي قانون له وجې سياسي ګوندونه پر دې مجبوره وو چې په لوی شمير کې ښځې ووټونو اچولو ته پرېږدي. د دې قانون له مخې که په يوه حلقه تر لسو فيصدو څخه کم ووټونه واچول شي نو هغه انتخابات به لغوه کيږي.

ياده دې وي چې د خيبربښتونخوا په بر دير کې دغه څلور چوکۍ چې دوه د تحصیل، یو د ځوانانو او یو جنرل سیټ وو ، لپاره یې وړاندې ترسره شوي انتخابات الیکشن کمیشن هم له دې وجې مسترد کړي و چې پکې ښځو له لس فيصده کم ووټونه اچولي وو. دغه ټولې چوکۍ پاکستان پیپلز پارټۍ وګټلې.

XS
SM
MD
LG