د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه هم په غچ کې لوېدیځوال ډپلوماټان شړي


روسیه وايي، په سېنټ پیټرزبرګ ښار کې به د امریکا کونسلګرۍ وتړي او د امریکا، برتانیا او نورو اروپايي هېوادونو به هم هومره ډپلوماټان وباسي لکه څومره چې دې هېوادونو روسي سفارتکاران ایستلي ول.

دا اعلان د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د پنجشنبې په ورځ وکړ چې دا به د روسیې او یوشمېر هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی لا پسې زیات کړی دی.

سرګې لاوروف دغه اعلان تر هغه وروسته وکړ چې امریکا، برتانیا، ناټو او یوشمېر اروپايي هېوادونو تر ۱۵۰ زیات روسي ډپلوماټان وایستل.

نوموړي ویلي چې په روس کې د امریکا سفیر یې ورغوښتی دی چې د امریکا پرضد د بدل اخیستنې په توګه د پورته کېدونکو ګامونو په اړه مالومات ورکړي.

امریکا تر دې وړاندې نه یوازې شپېته روسي ډپلوماټان وایستل بلکې امر یې وکړ چې په امریکا کې دې د روس یوه کونسلګرۍ هم وتړل شي.

روس هم په خپل هېواد کې و شپېتو امریکايي ډپلوماټانو ته د اپرېل تر پنځمې نېټې وخت ورکړی دی چې له دې هیواده ووځي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روس دا ګام د دوی لپاره حېرانونکی نه دی خو د دوی په وینا هېڅ جواز یې نه شته.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډریس ویلي چې د روس له خوا په غچ کې اخیستل شوی دا ګام د واشنګټن او ماسکو تر منځ وار له مخه ترینګلې اړیکې لا پسې خرابې کړې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویتېرېس ویلي، د سړې جګړې په څېر ګامونو ته بیا اړتیا ده او دی د دې حالاتو په اړه ډېر اندېښمن دی.

نوموړي پر ټولو غاړو غږ کړی دی چې د خبرو لپاره نوې لارې چارې ولټوي او د تاوتریخوالي له لا زیاتولو دې ډډه وکړي.

دا مسله تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې په برتانیا کې د روسیې یوه پخواني استخباراتي چارواکي سرګې سکريپال او د هغه لور یولیا ته زهر ورکړل شو.

برتانیا تور پورې کړی چې دا کار روسیې کړی دی خو روسیه له لاس لرلو انکار کوي بلکې ادعا کوي چې خپله برتانیا د دې پېښې ترشا لاس لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG