د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د عباسي سفر په افغانستان کې د روغي جوړي بهير د تسلسل برخه ده"


د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

پراګ - د افغانستان او پاکستان حکومتونو اعلان کړی چې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د اپریل پر شپږمه نېټه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته سفر وکړي. چارواکي وايي چې عباسي به له افغان حکومت سره د افغان سولې او ترهګرۍ د مخنيوي پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغانستان د اجراييه ریاست مرستيال وياند جاوید فیصل د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې افغانستان ته د پاکستان د وزيراعظم د سفر د نېټې اعلان وکړ. نوموړي پر دې مهال وويل چې افغان چارواکي به له پاکستاني وزيراعظم سره پر افغان سولې سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځ ته کولو باندې خبرې وکړي.

د وزيراعظم عباسي سفر په افغانستان کې د روغي جوړي بهير د تسلسل برخه ده
ډاکټر محمد فيصل

له دې وروسته د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل هم په اسلام اباد کې یوې اونيزې خبري غونډې ته د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر پخلی وکړ او زياته يې کړه چې د نوموړي سفر په افغانستان کې د روغي جوړي بهير د تسلسل برخه ده.

په اسلام اباد کې د پاکستان پخوانی ډيپلوماټ او د سيمه ييزو چارو کارپوه اياز وزير د افغان سولې په اړه د عباسي دې سفر ته هيله من ښکاري. په تېرو وختونو ځېنو افغان چارواکو دريځ درلود چې په پاکستان کې د پاليسي اصل سرچينه پوځ دی خو اياز وزير زياتوي چې د پاکستان وزيراعظم به پوځ او نورې ادارې په اعتماد کې اخلي او بيا به سفر کوي. د هغه په خبره د عباسي سفر د طالبانو لپاره د سولې خبرو پيلولو ښه پلمه کېدی شي.

((طالبانو تر اوسه د ولسمشر اشرف غني د سولې وړانديز نه دی رد کړی خو دا هم د طالبانو لپاره ډېره ګرانه شي چې ووايي موږسبا له اشرف غني سره خبرو ته کښېنو. دا کار به د طالبانو لپاره د خبرو بنياد لږ پراخ کړي چې يوازې افغان حکومت نه بلکې نور حکومتونه هم موږ ته د سولې ضمانت راکوي.))

افغان ولسمشر د مارچ پر ۱۷مه نېټه په کابل کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره د کتنې پر مهال د پاکستان وزيراعظم ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې وه چې د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت په دريځ کې د مثبت بدلون اشاره ورکوي.

په سيمه او نړۍ کې يو شمېر نوي بدلونونه د دې لامل شوي چې پاکستان خپل دريځ بدلولو ته اړ کړي
ودير ساپی

د کابل پوهنتون ښوونکی او د سياسي چارو کاپوه ودير ساپی وايي چې په دا وروستيو کې په سيمه او نړۍ کې يو شمېر نوي بدلونونه د دې لامل شوي چې پاکستان هم خپل دريځ بدلولو ته اړ کړي.

((دا وروستي تغيرات، د سوهېلي اسيا په اړه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سټراټيجي او داسې نورې پېښې د دې سبب شوي دي چې دواړې خواوې دريځونه نرم کړي.))

نوموړی زياتوي که يو خوا ته جنګ نو بلخوا سولې ته هم بايد دواړه لوري لاره هواره کړي ځکه جنګ دايمي کېدی نه شي او سوله يوه دايمي پديده ده.

د پاکستان وزيراعظم به هغه وروسته د کابل سفر کوي چې افغان ولسمشر د فبروري پر ۲۷مه نېټه د کابل پروسې غونډې ته په وينا کې طالبانو ته د سولې وړانديز کړی و او ويلي يې و چې که طالبان جنګ پریږدي او خبرو ته حاضر شي نو د سیاسي ګوند په توګه به یې وپيژني. طالبانو لا تر دې دمه د وړاندیز رسمي ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG