د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د نوي سياسي ګوند جوړولو هدف څه دی؟


بلوچستان اسمبلۍ
بلوچستان اسمبلۍ

پراګ - د بلوچستان اسمبلۍ يو شمېر غړو او مخورو سياستوالو په دې صوبه کې د يوه نوي سياسي ګوند جوړولو اعلان کړی دی. دم ګړی د بلوچستان عوامي پارټۍ په نوم دې ګوند کې د صوبې پېژندل شوي سياسي او قبايلي مشران او د اسمبلۍ څه باندې ۲۰ غړي شامل دي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پنجشنبې پر ورځ ځايي سياستوال سعيد احمد هاشمي د بلوچستان عوامي پارټۍ په نوم د نوي ګوند اعلان وکړ. په وزيراعلا سېکرټېريېټ کې د خبري غونډې پر مهال له نوموړي سره د بلوچستان اسمبلۍ يو شمېر غړي، سياستوال او سېنېټران هم موجود ول. هاشمي وويل په بلوچستان کې په تېرو څو مياشتو کې رامنځ ته شوي سياسي حالات د دې سبب شول چې دوی نوی ګوند جوړ کړي.

((له دې دريځ څخه به موږ نه يوازې د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې برخه اخلو بلکې د بلوچستان د اييني حقونو لپاره به هم مبارزه کوو. زموږ ټولو ملګرو په ګډه پرېکړه وکړه چې د دې ګوند نوم به بلوچستان عوامي پارټۍ وي.))

نوموړي زياته کړه چې د ګوند د عمومي شورا په غونډه کې به موږ د ګوند د مشرانو انتخاب کوو او له هغه وروسته به د پاکستان له انتخاباتي کميسيون سره دا ګوند راجسټر کوو.

په دې ګوند کې د بلوچستان اوسنی وزيراعلا او د سېنېټ مشر هم شامل دي

په دې ګوند کې د بلوچستان د اوسني وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو او د صوبې د پخواني ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي په ګډون له بلوچستان اسمبلۍ څخه په دا وروستيو کې په ازاده توګه منتخب شوي شپږ سېنېټران چې د سېنېټ چېرمېن صادق سنجراني هم پکې شامل و، د دې ګوند غړي دي. پر دې سربېره له پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان مسلم ليګ ق څخه تللي د صوبايي اسمبلۍ څه باندې ۲۰ غړي هم له دې ګوند سره يو ځای شوي دي.

په کوټه کې مشر خبريال او د سياسي چارو شنونکی سيد علي شاه وايي چې د دې ګوند ټول غړي هغه کسان دي چې د بېلا بېلو حکومتونو برخه پاتې شوي دي. نوموړی په دې لړ کې د پاکستان د پځواني پوځي واکمن جنرل پروېز مشرف، پخواني ولسمشر اصف علي رزداري او پخواني وزيراعظم نواز شريف د حکومتونو ذکر کوي او وايي چې په دې کې زياتره نوابان، سرداران او خانان دي چې له لسيزو راهيسې دوی پر خپلو انتخاباتي حلقو باندې بريالي کېږي.

په دې ګوند ټول کسان هغه دي چې په تېرو وختونو کې له اسټبليشمنټ سره يو ځای پاتې شوي
شنونکي

​سيد علي شاه وايي چې بلوچستان عوامي پارټۍ نظرياتي ګوند نه دی بلکې دا د ۲۰۱۸م کال د انتخاباتو لپاره جوړه شوی تر څو د راتلونکي صوبايي حکومت برخه شي ځکه په دې کې ټول هغه سياستوال شامل دي چې په خپلو سيمو کې زيات نفوذ لري او له کلونو راهيسې انتخابات ګټي.نوموړی زياتوي چې دا ګوند په ۲۰۰۲م کال کې د جنرل پروېز مشرف په واکمنۍ کې د جوړ شوي ګوند مسلم ق غوندې دی. د هغه په خبره داسې ويل کېږي چې په دې ګوند ټول کسان هغه دي چې په تېرو وختونو کې له اسټبليشمنټ سره يو ځای پاتې شوي او اسټبليشمنټ يا خو د دوی ملاتړ کړی يا دوی د اسټبليشمنټ ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG