د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد د تاشکند کنفرانس د سولې په اړه یو مثبت ګام بللی دی


په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان سولي په اړه د تاشکند کنفرانس یو مثبت ګام بللی دی.

زلمي خلیلزاد بېګا مشال راډیو ته وویل، دا مهمه ده چې په کنفرانس کې شریکې غاړې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړی وايي،د بحثونو له اړخه ښه وو. په تاشکند کې د سولي لپاره د افغانستان د حکومت د وړانديزونو پلوي وشوه، خو و به ګورو چې په عمل کې څه کېږي؟

ده وویل، ایا پر خپلو خبرو به عمل وکړي که به د تېر په څېر خبره یو څه او رفتار بل څه دوام وکړي.

زلمي خلیلزاد د روس او لویدېځو هېوادونو تر منځ شخړو ته په اشاره وویل، داسې اندېښنې شته چې د دې شخړو په ډېرېدو سره روس په افغانستان کې د ستونزې د ډېرېدو برخه نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG