د لاسرسي ځای

تازه خبر

'عدلیه بې پلوه ده'


د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د سپريم کورټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار سره بيګا ناوخته ملاقات کړي دي. له وزيراعظم دفتر او سپريم کورټ په جلا جلا خبرپاڼو کې د ملاقات تفصيلات خپاره کړي دي.

د قانوني چارو پوهان او سياسي شنونکې دا يو غير معمولي ملاقات بولي او وايي د دواړو مشرانو ترمينځ له لیدو وروسته به د عدليي او وفاقي حکومت ترمينځ تناو کې کمی راشي.

وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د سپريم کورټ چيف جسټس ته باور ورکړي چې ولس ته اسانه، زغرده او ارزانه انصاف ورکولو لپاره به عدليي ته هر قسمه وسايل ورکوي.

نوموړي دا خبره له چيف جسټس ثاقب نثار سره بيګا په سپريم کورټ ودانۍ کې د ملاقات پر مهال کړې ده. له وزيراعظم دفتره خپور شوی بيان کې ويل شوی چې شاهد خاقان عباسي د سپريم کورټ چيف جسټس لخوا د عدليې نظام لا ښه کولو لپاره د مرستو ژمنه هم وکړه.

بلخوا سپريم کورټ هم بيګا ناوخته د دواړو مشرانو ترمينځ ملاقات په اړه خبرپاڼه کې ويل شوی چې دا لیده کاته د وزيراعظم په خواست شوي ول. په خبرپاڼه کې راغلي چې عدليه به په خپل ائيني چوکاټ کې دننه خپلې ذمه واريانې په ازاده، روڼه او بې پلوه توګه پوره کوي.

د وزيراعظم او چيف جسټس ترمينځ دا يو غير معمولي ملاقات وو. د قانونی چارو پوه افتخار ګيلانی وايي چې په موجوده حالاتو کې دا يو ښه کار وو.

''د دې لیدنې ګټه هرومرو شته، ځکه چې په دغه غونډه کې به دوی پر خپلمنځيو غلط فهمیانو خبرې کړې وي، خو دا به کتل وي چې نتیجې یې څه راوځي.''

د سپريم کورټ چيف جسټس له وزيراعظم سره په په ملاقات کې په غير جانبداره توګه کار کولو خبره هم کړي. په اسلام اباد کې د سياسي څيړنيزې ادارې PILDAT مشر احمد بلال محبوب مشال راډيو ته وويل چې په عمومي توګه د وزيراعظم او چيف جسټس ترمينځ ملاقاتونه نه کېږي او دا يو غير معمولي ليدنه وه.

''د دواړو مشرانو ترمينځ ملاقات ځينې شکونه هم رابرسيره کوي چې له عدالته بهر د ځينو معاملاتو هوارولو کوشش کېږي. خو دا ملاقات په غير معمولي حالاتو کې شوی دی نو د دې خبره امکان کم دی. د دې ملاقات په نتيجه کې به د دواړو ادارو ترمينځ تناو ختم نه شي خو د يو بل دریځ یا موقف باندې په پوهېدلو کې به مرسته ترلاسه شي. زما په فکر په تلخي کې به کمی راشي.''

دا په تيرو ۱۱ کلونو کې دريم وار دي چې د وزيراعظم او سپريم کورټ چيف جسټس ترمينځ ملاقاتونه کېږي. په ۲۰۰۷ز کال کې د هغه وخت وزيراعظم شوکت عزيز د سپريم کورټ چيف جسټس افتخار چوهدري سره ملاقات کړي وو.

بيا په ۲۰۰۱ز کال کې د هغه وخت وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني چيف جسټس سره ملاقات کړي وو او اوس په ۲۰۱۸ز کال کې موجوده وزيراعظم له چيف جسټس سره په رسمي توګه ليدلي دي.

XS
SM
MD
LG