د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي کوریا ولسمشر له خپل چینايي سیال سره لیدلي

چین وايي،د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ ون روانه اوونۍ بیجنګ ته تلې وو او هلته يې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره ملاقات کړی دی.

دا په ۲۰۱۱م کال کې د واک سمبالولو وروسته د شمالي کوریا د مشر یو بهرني هېواد ته لومړی سفر وو.

د چین سرکاري خبري اژانس د راپور تر مخه کیم جونګ اون، شي جین پینګ ته ویلي چې هغه د کوریا د ټاپو وزمې د جوهري وسلو څخه پاکولو ته ژمن دی.

د چین ولسمشر له کیم جونګ وون سره د ولس په ستر تالار کې ولیدل او د هغه او د هغه د میرمنې لپاره يې د یو لوی دعوت او فني نندارې انتظام هم کړی وو.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې ویلي چین ته د شمالي کوریا د واکمن سفر د دې ثبوت دی چې د ډېر نه ډېر فشار لپاره د امریکا کمپاین له شمالي کوریا سره د خبرو لپاره مناسب حالات جوړوي.

چین ته د کیم سفر او هلته له چیني ولسمشر سره کتل ، د کوم هیواد له مشر سره د هغه وړومبې ملاقات وو.

د هغه پلار کیم جونګ ال هم د خپل واک په موده کې چین ته څو ځله سفرونه کړي وو.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG