د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو هم روسيو ډپلوماټانو ته د وتلو امر کړی


د ناټو غړیو د نړۍ د نورو ۲۷ حکومتونو په شان روسي ډپلوماټان له خپلو هېوادونوشړلي دي.

دا حالات تر هغه وروسته رامنځ ته شول چې په بریتانیا کې یوه پخواني روسي جاسوس ته زهر ورکړل شول.

د ناټو ستر سېکرېتر ینز ستولتنبرګ د سېشنبې په ورځ وویل چې د روسي مشن اووه کارکوونکي به باسي.

نوموړي زیاته کړه چې د ډپلوماټاڼو ایستل به روسیې ته دا پیغام ورکړي چې دا یې د نه منولو وړ چلند تاوانونه دي.

تر اوسه د نړۍ ۲۷ حکومتونو ۱۴۴ روسي ډپلومیټان له خپلو هېوادونو ایستلي دي.

بریتانیا په لوی شمېر کې د روسيو سفیرانو ایستل یو مهم ګام بللی دی.

روسیې ویلي دا هر څه د امریکا د ستر فشار نتیجه ده او دوی به ورته ځواب وايي.

لندن په ماسکو تور لګوي چې د مارچ په څلورمه نېټه يې د بریتانیا په سیلسبري ښار کې یوه روسي جاسوس سرګی سکریپال او د هغه لور یولیا ته زهرجن مواد ورکړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG