د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاشکند کنفرانس: افغان حکومت او طالبان دې بې شرطه خبرې پیل کړي


د تاشکند کنفرانس ګډونوال
د تاشکند کنفرانس ګډونوال

په تاشکند کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی کنفرانس بېګا پای ته ورسېدی او پای کې یې په افغانستان کې د امن د ارزښت ، هتله د روغې جوړې او تازه شوو بریدونو په اړه تفصیلي اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې ویلي چې چې د کنفرانس ټول ګډونوال په یوه په افغانستان کې د امن پر ځای کېده د سیمې د امن لپاره اړین بولي ، د افغان حکومت له خوا وسله والو طالبانو ته د روغې جوړې د وړانیز هرکلی کوي او په افغانستان کې د ورستیو بریدونو په سختو ټکو غندنه کوي.

په اعلامیه کې پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ شوی چې خپل منځني خبرې اترې پیل کړي او له وړاندې دې یو بل ته هیڅ شرط هم نه ږدي.

د کنفرانس ګډونوالو ویلي چې سیاسي حل د افغانستان د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره لار ده.

د افغان ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي د تاشکند د کانفرانس د پریکړو په اړه مشال راډیو ته وویل، “ د تاشکند د غونډې په وروستي بیان کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پر خبرو اترو ټینګار شوی دی.دغه راز د افغان حکومت ملاتړ څرګند شوی دی او دا هم ویل شوي دي چې هر ډول پوځي مرستې چې کیږي هغه باید د افغان حکومت له لارې وي.طالبانو ته هم ویل شوي دي چې د سولې لار خپله کړي ځکه چې د جګړې له لارې هیڅ نشي ترلاسه کیدای.”

دې کنفرانس دا هم ویلي چې د ترهګرۍ او نشي موادو پرضد مبارزه او سیمه ییزه همکاري به نه یوازې په افغانستان بلکه په ټوله سیمه کې امن او کرارۍ ته لاره هواره کړي.

په اعلامیه کې د افغانستان په مځکنۍ بشپړتیا ، د دې هیواد په چارو کې د نورو په نه مداخلې ،اساسي قانون ته په درناوي ، ملي یووالي ،او په سیاسي ، امنیتي او اقتصادي چارو کې د ښځو پر پراخه ونډه هم ټینګار شوی دی.

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه نصر الله ستانکزی وايي تر څو چې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو دریځونه یو بل ته نزدې نه شي دا ډول کانفرانسونه د پام وړ پایلي نشي لرلی .

خو د ده په وینا ، بیا هم افغان حکومت له دې کانفرانس څخه خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.

نصر الله ستانکزي زیاته کړه، “زه فکر کوم چې دې کانفرانس د کابل د پروسې اهداف او طرحې تائید کړې او د هغوي پر عملي کیدو يې تینګار وکړ . افغان دولت په دې ډول وتوانید چې هغو اهدافو ته ورسیږي کوم يې چې د کابل پروسې په غونډه کې مطرح کړي وو.”

دې کنفرانس په داسې وخت کې په افغانستان کې پر سیاسي روغه جوړه ټینګار کړی دی چې وسله والو طالبانو لا هم په رسمي توګه د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې د وړاندیز ځواب نه دی ویلی.

ولسمشر اشرف غني د روان کال په فروري میاشت کې وسله والو طالبانو ته امن وړاندې وکړ د کوم چې بیا امریکا ، ملګرو ملتونو او ناټو هم ملاتړ وکړ.

XS
SM
MD
LG