د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ټي وي لومړنی نرښځی خبریاله ښه راتلونکې ویني


د لاهور یو ۲۳ کلنه نرښځی مارويه ملک وايي، که دا د کورنۍ او ریاستي مرستې بغیر د پاکستان لومړنۍ د ټي وي کوربنه جوړېدلی شي نو ټولنې نور غړي یې هم هر ناممکن کار ممکن کولی شي، خو که تعليم ور ته ورکړل شي او لارښونه یې وشي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستاني ټېليويژن کوه نور سره کار کونکې مارويه ملک وويل چې له مودو یې دا ارمان وو چې په خپلو پښو ودرېږي او په ټولنه کې يو ځانګړی نوم ومومي.

مارویه ملک په ټولنه کې بدلون ویني

(ماته چې د ولس لخوا څومره هر کلې وويل شو نو يو اميد پيدا شو چې اوس به په پاکستان کې هم زموږ په اړه د خلکو سوچ بدل شي. اوس به خلک موږ د درېم جنس په نامه نه يادوي، ځکه چې کله ټولنه د تنګ نظرۍ له وجې یو کس ته په ټيټه سترګه ګوري او هغه د ټولنې له عام بهيره بېل کړي نو بیا ریاست هم هغوی ته بنیادي حقونه نه ورکوي. خو اوس ما ته اميد پيدا شو چې دا هر څه به ختم شي او موږ ته به هم خلک د انسان په نظر کتل شروع کړي هم دا زما غوښتنه ده چې ولې موږ ته د انسان په نظر نه کتل کېږي.)

ژورنالیزم مې لوستی دی

مارويه ملک وايي چې تر لسم ټولګي پورې ورسره کورنۍ مرسته وکړه خو بیا يې له کوره وشړله نو له مجبورۍ له ټولنې سره ملګرې شوه. دی وايي تعليم یې جاري وساتلو او د پنجاب له پوهنتونه یې په صحافت کې بېچلر وکړ.

خو مارويه ملک خپلې کورنۍ ولې وشړله؟

زما کورنۍ له ما د هلک جوړولو ډېرې هڅې وکړې، ډېره يې وهلم ټکولم، خبرې يې راته وکړې، ډېر ظلمونه یې راسره وکړل، خو زه دا پوښتنه کوم چې يو ا انسان لوی خدای د نجلۍ له روح، عادتونو او مزاج سره پيدا کړی دی نو هغه خو نجلۍ ده، نو که په هغه انسان هر څومره جبر او تشدد وشي، هلک نه شي کېدلی.)

'تعلیم به د نرښځیانو ژوند بدلوي'

مارويه ملک وايي، تعليم هغه اوزار دې چې ورته يې اعتماد، پوهه او سوچ ورکړو او غواړي چې د خواجه سرا ټولنې لپاره ډېر کار وکړي.

(که خدای کول په ډېرو قوانينو مې کار پيل کړی دی او که په مستقبل کې دغه قوانين عملي شول نو په پاکستان کې به يو خواجه سرا هم په سړکونو خير و نه غواړي.)

مارويه ملک په ولس غږ کوي چې دوی نور هېڅ نه غواړي بس د ا انسان په سترګه دې ورته وکتل شي.

XS
SM
MD
LG