د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرضیایېف وايي، 'افغان حکومت او طالبان سره کښېنوم'


ازبکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د کوربه ‎توب وړاندیز وکړ. دغه وړاندیز د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وکړ.

میرضیایف وویل، دوی دې ته چمتو دي چې د سولې بهیر لپاره، په هره کچه لازمي اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي وویل، د افغانستان سولې پروسه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.

میرضیایف ټینګار وکړ چې سولې ته د رسېدو ګډ هدف باید عملي بڼه غوره کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني وویل، د تاشکند غونډه افغانستان ته نوې هیله وربخښي. نوموړي د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې مهمې وبللې او له ازبکستانه ‌یې مننه وکړه چې د کابل پروسه‌ یې په یوه مهمه غونډه بدله کړه.

افغان ولسمشر د ملي او سیمه ‌ییزې اجماع په رامنځته کولو ټينګار وکړ او زیاته ‌یې کړه چې د افغانستان او سیمې ستونزې باید له سوله ‌ییزو لارو هوارې شي.

غني ټینګار وکړ چې د سیمې سیاسي او اقتصادي راتلونکې یوه ده او سوله یوه حیاتي مسله ده.

هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د خبرو مېز ته د طالبانو د حاضرولو هڅې وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف چې هېواد ته یې په تېره بیا له طالبانو سره وروستیو اړیکو ته په پام سره په سیمه کې د افغانستان د یوه مهم لوبغاړي په سترګه کتل کېږي.

لاوروف په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د کابل او وسله والو طالبانو ترمنځ د یوه ډیالوګ پر پیلیدو ټینګار وکړ او ویې ویل، روسیه چمتو ده دې هدف ته رسېدو لپاره له خپلو متحدینو او منځنۍ اسیا او له نورو هېوادونو سره چې دریځونو یې له موږ سره نژدې دي، له نژدې همکاري وکړو.

لاوروف یوځل بیا د روسیې پر مخکینې دریځ چې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نه شي هوارېدلی ټینګار وکړ.

په دې کنفرانس کې د افغان او ازبکستان د ولسمشرانو ترڅنګ د اروپايي اتحادیې، امريکا، روس، پاکستان او ايران په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG