د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د ۶۰ روسي استخبارتي افسرانو د وتلو پرسر اندېښنې


د امريکا د کانګرس د ايوانِ نماينده ګان سپېکر، پال راين د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه فېصله مناسبه بللې چې له مخې يې ۶۰ روسي استخباراتي افسرانو ته له امريکا څخه د وتلو امر شوی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په پراګ کې د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې سره مرکه کې وويل چې د امریکا په سياټل ښار کې د روس قونصلګرۍ تړلو فېصله هم سمه ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپله هېواده د ۶۰ روسي استخباراتي چارواکو د ایستلو امر کړی.

نوموړي دا ګام په برتانیا کې د ماسکو لخوا پخواني روسي جاسوس ته د زهرو ورکولو د اقدام په جواب کې پورته کړی دی.

په عین حال کې د یورپي یونین ۱۴ غړیو هېوادونو او او یوکرین هم د روسي سفارتکارانو د ایستلو اعلان کړی دی.

دغه اعلانات د دوشنبې په ورځ یو بل ته په نږدې وخت کې وشول چې د روس د اقدام په وړاندې د یو اتحاد رامنځ ته کیدو ته اشاره کوي.

برتانیا او غربي هېوادونه وايي چې د سرګي سکریپل او د هغه په لور د مارچ په څلورمه په یو برتانوي ښار کې د پوځي سطحې کیمیايي مواد د وسلې په توګه استعمال شوي وو چې لا یې هم حالت د اندیښنې وړ دی.

یو امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې له دې هېواده په ویستونکیو کې هغه ۱۲ استخباراتي افسران هم شامل دي چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په روسي مشن کې کار کاوه.

د یورپي شورا مشر ډونلډ ټسک وايي د روس پر ضد لا نور اقدامات هم ممکن دي.

روس د دغه کیمیايي برید ذمه واري نه مني، وايي چې له غربي هېوادونو د روسي چارواکو د ویستلو ګام یوه غلطي ده او ژمنه یې کړې چې دې ته به هم په دغه حساب جواب ورکړي.

روس لا له وړاندې له برتانیا د ۲۳ روسي سفارتکارانو د ویستلو په جواب کې هم دومره شمیر برتانویان له خپله هېواده ویستلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG