د لاسرسي ځای

تازه خبر

پال راين: د روسي ديپلوماتانو ويستل مناسب عمل دی


پال راين
پال راين

د امريکې د کانګرس د ايوان نماينده ګان سپېکر، پال راين د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پرېکړه پر ځای بللې چې له مخې يې شپېته روسي استخباراتي افسرانو ته له امريکې څخه د وتلو حکم شوی دی.

نوموړي د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې سره د مارچ په شپږ ويشتمه په پراګ کې يوه مرکه کې وويل چې د دوشنبې په ورځ د امريکې له خوا په سياټل ښار کې د روس قونصلګرۍ تړلو فېصله هم پر ځای ده.

هغه زياته کړه: ((زما په فکر دا سم کار وشو. دا کار زموږ د برطانوي اتحاديانو په ملاتړ کې شوی دی. دا هم ډېره ښه خبره ده چې اروپايي هېوادونو چې چيک جمهوريت هم پکې راځي، هم همدغسې وکړل. بيخي مناسب ګام پورته شوی دی.))

تر دې مخکې برتانيه له خپلې خاورې څخه ۲۳ روسي ديپلوماتان ويستلي وو. دا کار له هغې وروسته وشو چې د مارچ په څلورمه نېټه پخوانی روسي جاسوس سرګې سکریپال او د هغه لور یولیا د برتانيه په سيلسبري ښار کې په بې هوښه حالت کې موندل شوي وو. اوس يې حالت ترينګلی دی.

سرګې سکريپال او يوليا
سرګې سکريپال او يوليا

برتانیا وايي دې کار کې روس لاس لري او زياتوي چې دغه کسان د اعصابو شلولو روسي پوځي موادو په وسيله مسموم شوي دي. مسکو دا تورونه رد کړي او په غبرګون کې یې د برتانیا ۲۳ سفارتکاران له خپلې خاورې ويستلي دي.

کله چې له پال رايان وپوښتل شول چې آيا برتاينه د روسي ديپلوماتانو په ويستلو کې بيړه کړې ځکه چې لا خو تحقیقات نه وو پوره شوي او دغه زهرجن مواد په تور بازا کې هم موندل کېږي نو نوموړي وويل په دې قضيه کې شواهد واضحه دي.

((برتانيه خپله قضيه ډېره واضحه کړې ده. دا داسې يو څه دي چې روس يې کوي. دا هغه څه دي چې زموږ په فکر روس کړي دي. دا بايد ونه زغل شي. دا هغه څه نه دي چې مدني ملتونه يې کوي.))

له امريکې او برتانيه سربېره کينيډا او ځينو اروپايي هېوادونو هم له خپلې خاورې روسي ديپلوماتان ويستلي دي. مسکو په دې کار خفګان ښودلی او ويلي يې دي چې ورته عمل به وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG