د لاسرسي ځای

تازه خبر

دستګير: امريکا دې د پوځ پرځای د پاکستان جمهوري حکومت سره اړيکې ډېرې کړي


خرم دستګير
خرم دستګير

د پاکستان دفاع وزير خرم دستګير وايي که امريکا يې د هېواد سره اوږد مهاله اړيکې ساتل غواړي نو پکار ده چې دا تعلق د پوځونو ترمنځ نه بلکې د جمهوري هېوادونو تر منځ وي.

نوموړي د مارچ په ۲۶مه امريکا غږ راډيو سره په مرکه کې وويل: (([د پاکستان] پوځ خپل اثر رسوخ او فعاليتونه لري. خو د امريکا او پاکستان اړيکو پايداره او قوي کولو لپاره بايد دا تعلقات د اوس په شان نه وي. دا بايد د پوځونو تر منځ اړيکې نه وي. دا روابط بايد د دوو جمهوريتونو ترمنځ وي. زموږ په نظر امريکا تر اوسه داسې جدي کوښښ نه دی کړی چې د يو داسې پاکستان سره اړيکې وساتي چې جمهوري دی او منتخب حکومت لري.))

دا نه شي کېدلی چې يو هېواد دې ستا لوی غېر ناټو غړی ملګری هم وي او ته دې یې په دوکې ورکولو هم تورنوي.
دستګير

افغانستان او امريکا پر پاکستان تور پورې کوي چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي. اسلام اباد دا تورونه بې بنياده بولي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې کال په لومړۍ ورځ پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چې واشنګټن د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په تېرو ۱۶ کلونو کې اسلام اباد ته درې دېرش بيليونه ډالر ورکړي خو هغوی ورته په بدل کې دوکه ورکړې او درواغ یې ويلي دي.

خرم دستګير وايي داسې الزامونه لګول غلط کار دی او د امريکا دې سلوک دوی د هغوی سيال هېواد چين سره لا نور نيزدې کړي دي. نوموړي زياته کړه چې پر دې سربېره هم د واشنګټن سره ښه تعلق غواړي. ((موږ د امريکې سره د اړيکو ټينګو ساتلو کې جدي يو. بدبختانه امريکا او په ځانګړې ډول، د ولسمشر ټرمپ ادارې په دې روابطو کې د پير او پلور برخه غوره کړې ده. نو په ۲۰۱۸ کال کې [زموږ ترمنځ] تضادات ډېر زيات شوي دي.))

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان تر ازادۍ وروسته دغلته پوځ په مختلفو وختونو کې درې ځله کودتا کړې او لږ تر لږه درې ديرش کاله په مستقيم ډول په حکومت کې پاتې شوی دی. په ۱۹۸۰ کلونو کې پر افغانستان د روس تر يرغل وروسته، د امريکې او پاکستاني پوځ اړيکې ډېرې شوې.

امريکا پوهېږي چې پاکستان کې د پوځ واک ډېر دی
ډاکټر تقي

په امريکا کې څيړونکی ډاکټر محمد تقي وايي پاکستان کې د جمهوري حکومت پر ځای د پوځ د ډېر واک له وجې امريکا مجبوره ده هغه چا سره اړيکې وساتي چې د دوی په نظر په کارونو کې ازاد مټ لري.

د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتګ سره د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې ډېرې خرابې شوي دي. امريکا د پاکستان پر پوځ مالي مرستې ځنډولې دي خو د پاکستاني ځواکونه وايي دوی د ترهګرو پر ضد مبارزه کې قربانۍ ورکړي چې واشنګټن یې بايد هېرې نه کړي.

XS
SM
MD
LG