د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې طالبانو ته د وسلو ورکولو تور رد کړ


تېر کال په فراه کې دا وسلې نیول شوې وې او افغان چارواکو ویلي ول چې دا روسۍ وسلې دي
تېر کال په فراه کې دا وسلې نیول شوې وې او افغان چارواکو ویلي ول چې دا روسۍ وسلې دي

پراګ - روسیې د طالبانو د ملاتړ او هغوی ته د وسلو ورکولو په اړه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي مشر څرګندونې رد کړې دي.

جنرال جان نېکلسن تېره اوونۍ بي بي سي ته په مرکه کې ویلي ول چې روسیه د ترهګرو او نشه يي موادو پر ضد په مبارزه کې د شریکو ګټو باوجود، په افغانستان کې امریکايي هڅې زیانمنوي.

ده ویلي ول چې ورته ((افغان چارواکو وسلې ښودلې دي او ویلي یې ول چې دا وسلې روسانو طالبانو ته ورکړې دي.))

خو رویټرز خبري اژانس لیکي، په کابل کې د روسیې سفارت د یکشنبې پر ورځ دا څرګندونې رد کړې او په بیان کې یې وویل چې ((یو ځل بیا وايي چې دا ډول څرګندونې بې بنسټه دي او له چارواکو غوښتنه)) کوي چې ((بې معنا خبرې)) دې نه کوي.

په تېر یوه کال کې د نېکلسن په ګډون یو شمېر امریکايي قومندانانو او افغان ولایتي او پوځي چارواکو په بیا بیا تور پورې کړی چې کېدای شي روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي.

جنرال نېکلسن وايي، افغان چارواکو ورته وسلې ښودلې دي
جنرال نېکلسن وايي، افغان چارواکو ورته وسلې ښودلې دي

رویټرز خبري اژانس لیکي، البته په دې لړ کې هېڅ شواهد نه دي ښودل شوي.

افغان طالبانو ویلي، روسیه یې یوازې اخلاقي ملاتړ کوي.

جنرال نېکلسن دا خبرې پر داسې وخت کړې دي چې د روسیې او د ناټو غړو هېوادونو تر منځ اړیکي په برتانیې کې پخواني روسي استخباراتي افسر سېرګې سکرېپال ته د زهرجنو کیمیاوي موادو ورکولو پر سر خراب شوي دي.

روسیه نوموړي ته د زهرو ورکولو تور هم ردوي.

مسکو په تېرو وختونو کې ویلي چې له طالبانو سره یې د محدودو رابطو موخه هغوی د سولې خبرو ته هڅول او د روسیو وګړو خوندیتوب باوري کول دي.

مسکو له افغان حکومت سره د وسله والو د سولې په خبرو کې د مرستو وړاندیز هم کړی.

XS
SM
MD
LG