پراګ - د مارچ ۲۴مه د ټي بي يا نري رنځ نړيواله ورځ لمانځل کېږي. که څه هم په نړۍ کې د دې رنځ د مخنيوي لپاره بېلا بېل درملونه جوړ شوي او يو شمېر هېوادونو دا ناروغي تر ډېره کنټرول کړې ده، خو په پاکستان کې اوس هم هر کال تر پنځه لکه زيات کسان په دې رنځ اخته کېږي.
دا چې په پاکستان د دې رنځ د خورېدو لامل څه دی او د دې د مخنيوي لپاره څه اقدامات شوي دي؟
په دې اړه احمد شاه اعظمي د خېبر پښتنوخوا د ټي بي کنټرول پروګرام له مشر ډاکټر مقصود علي خان سره مرکه کړې او په لومړي سر کې په پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبر پښتنوخوا کې د دې رنځ د اوسني حالت په اړه پوښتنه ورڅخه کړې.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.