د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د ۲۰۱۹ کرکټ نړيوال جام ته ووتلو


فایل فوټو
فایل فوټو

نن د کرکټ نړيوال جام لپاره کواليفينګ پړاو کې افغانستان ائيرلېنډ ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۹ز کال کرکټ نړيوال کپ کې به برخه اخلي.

د جمعې په ورځ په زېمبابوې کې د سپر سيکس سيالو کې ائيرلېنډ لوبډلې لومړي بېټينګ وکړو او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په زيان ۲۰۹ منډې جوړي کړي. د افغانستان بالرانو راشد خان ۳، دولت زدران ۲ او محمد نبی يوه وکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې افغانستان لوبډلې ډېر په پام سره لوبه شورو کړه. محمد شهزاد او ګلبدين نايب د لومړي وکټ په شراکت کې ۸۶ رنزونه جوړ کړل. شهزاد ۵۴ منډو وروسته اوټ شو.

ګلبدين نايب ۴۵ رنزونه جوړ کړل. خو د مډل ارډر لوبغاړو رحمت شاه ۱۲، سميع الله ۲۷ او محمد نبی ۱۲ رنزونو وروسته اوټ شو. کپتان اصغر ۳۹ منډو سره ناټ اوټ وو.

له ائيرلېنډه د لوبې په ګتلو سره افغانستان د کرکټ نړيوال جام ته ووت.

د لوبي غوره لوبغاړي محمد شهزاد وګرځول شو. په دي موقع شهزاد وويل که څه هم په سپر سيکس کې یې لوبي وبايلي خو حوصله مو و نه بايله. شهزاد زياته کړه په نننۍ لوبه کې یې د بالرانو له کمزورۍ ګټه پورته کړه او ښه اننګز يې وکړو.

د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي وويل چې ټول هېواد ته مبارکې وايي او په دي موقع د خپلي لوبډلې ډاډګېرنه وکړي. ستانکزي زياته کړه چې نړيوال جام لپاره به ښه تياري سره راځي.

د ۲۰۱۹ز کال د کرکټ نړيوال کپ کې به لس لوبډلي برخه اخلي. په دي کې انګلېنډ، اسټريليا، نيوزي لېنډ، سريلنکا، هند، پاکستان، جنوبي افريقا، ويسټ انډېز او افغانستان شامل دي. د کرکټ نړيوال کپ به د ۲۰۱۹م کال د مئ په ۳۰ په انګلينډ کې کېږي چې د جولاي ۱۴مې پوري به جاري وي.

XS
SM
MD
LG