د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتنوخوا کې پر خوراکي شیانو بندیز لګول شوی


د خیبر پښتونخوا د خوړو د حفاظت او د حلال خوراک ادارې د بېلا بېلو خوراکي شیانو پر خرڅلاو پابندي لګولې ده.

د فوډ سیفټي اینډ حلال فوډ اتهارټي مشر محمود ریاض دا خبره د زیارت په ورځ په پېښور کې د یوې خبري غونډې په وخت وکړه.

نوموړي وویل، د ډاکټرانو او ماهرینو د مشورو په رڼا کې د هغو څيزونو په خرڅلاو یې د بندېز فیصله کړې ده چې د انسان د صحت لپاره ښه نه دي او ملاوټ هم پکې کیږي. دغه ګام به د اووه ډویژنونو په ضلعو کې عملي کیږي.

په دغو خوړو کې په تعلیمي ادارو کې پر سافټ ډرنکس، غیر معیاري چپس، خشک مصاله جات، کیلشیم کاربایډ چې په سبزیو او میوو کې استعمالېږي، ګوټکا، سپاري او پان تر څنګ په چینایي مالګې یا اجینو موتو او غیر معیاري ایس کریم پابندي لګول شوی ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG