فاټا ځوانانو جرګه وايي چې د قبايلي سيمو اصلاحاتو په عملې کېدو کې ځنډ رامنځ ته شوی دی خو تمه لري چې په راتلونکيو ټولټاکنو کې به د اصلاحاتو موضوع د کمپاين د منځ ټکی وي.د جرګې مشر، د نورو سياسي ګوندونو او مدني ټولڼو فعالانو د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د يوې غونډې پر مهال د فاټا اصلاحاتو جاج واخېست.
دا غونډه د يوې څېړنېزې ادارې ځلاند کميونيکېشن تر انتظام لاندې وشوه چې پکې د فاټا يوت جرګې او د فاټا سياسي اتحاد د مشرانو په ګډون وکيلانو او ښځينه فعالينو ګډون وکړ.
د غونډې منتظم ډاکټر اشرف علي مشال راډیو ته وویل چې د ناستې هدف د هغو عواملو جاج اخېستل وو چې د فاټا اصلاحاتو په مخ کې خنډ دي او دا شان د هغوی له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول دي.
پر دې موقع د فاټا ځوانانو جرګې مشر عدنان خان مشال راډیو ته وويل چې د مسلم ليګ نواز ډلې او پوځ ترمنځتاوترېخوالی د اصلاحاتو د عملي کېدو پر عمل منفي اغېز وکړ خو د ده په وينا، تمه لري چې په راتلونکيوټولټاکنو کې به فاټا اصلاحات د سياسي ګوندونو له خوا د کمپاين د منځ ټکی وي.
هغه زياته کړه چې د اصلاحاتو په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ له تګلارې خبر نه دي خو که يې غورځنګ ملاتړ کوي نو دوی به هم د هغوی مرسته وکړي.
په غونډه کې له مختلفو سياسي ګوندونو څخه جوړ فاټا سياسي اتحاد مشرانو هم برخه واخېسته.
د اتحاد مشر اسد اپريدي مشال راډیو ته وويل چې د سېنېټ د ټاکنو او د پښتون تحفظ غورځنګ د رامنځ ته راتلو سره سم د اصلاحاتو د عملې کېدو رفتار ورو شو.
پخواني وزيراعظم نواز شريف د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ جوړه کړې وه چې د فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډول او د سپريم کورټ او های کورټ واک و اختيارفاټا ته غځول يې د رپورټ مهمې خبرې وې.
که څه هم قامي اسمبلۍ د سپريم کورټ او پېښور های کورټ واک فاټا ته د غځولو قانون منظور کړی خو په سېنېت کې يې لاهم منظوري نه ده ورکړل شوې.
فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډول تر ټولو ناندريزه مسله ده.
د پاکستان زياتره سياسي ګوندونه د فاټا په خېبر پښتونخوا د ورګډولو حمايت کوي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډله بيا د دې مخالفت کوي او وايي چې په دې اړه بايد د فاټا له ولس وپوښتل شي.