د لاسرسي ځای

تازه خبر

راو انوار د يوې مياشتې په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپارل شو


د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن د کراچي پوليسو پخوانی افسر راو انوار د پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شو.

نوموړی د يوې مياشتې لپاره پوليسو ته په جسماني ريمانډ ورکړل شو.

راو انوار تېره ورځ [چارشنبه] په اسلام اباد کې هغه وخت سپريم کورټ ته ناببره راغلی کله چې د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه جرګه ګۍ د نقيب مسود د وژنې د مقدمې اورېدنه کوله.

وروسته د عدالت پر حکم راو انوار د پوليسو لخوا ونيول شو او تېره شپه په شخصي الوتکه کې کراچي ته يووړل شو.

راو انوار نن په کراچي کې د ترهګرۍ مخنيوي عدالت ته په سخت امنيت کې راوستل شو او رسنيو ته نږدې د ورتګ اجازه نه وه تر څو د پېښې پوښښ وکړي.

نوموړی دا وخت د پوليسو په ولکه کې دی او د هغه د نيولو رسمي احکامات جاري شوي دي.

راو انوار د چارشنبې په ورځ عدالت ته ويلي و چې د نقيب الله مسود د وژنې په اړه د سيند پوليسو پر پلټنيزې کمېټۍ باور نه لري او بايد په تحقيقاتي کمېټۍ کې د پلټنې فېډرالي ادارې 'ای بي' او استخباراتي ادارې ' ای ايس ای' چارواکي شامل کړل شي.

له دې وروسته چيف جسټس ثاقب نثار د سيند پوليسو مرستيال مشر افتاب پټان په مشرۍ پنځه کسيزه پلټنيزه کمېټۍ جوړه کړه خو په دې کې د يادو جاسوسي ادارو افسران نه دي شامل کړل شوي.

۲۷ کلن نقیب الله مسود په کراچي کې د جنورۍ پر دريمه تښتول شوی وی. د نوموړي مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په ښار کې وموندل شو.

د سيند صوبې د پوليسو پخواني افسر اېس اېس پي راو انوار ويلي و چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلودی او له پوليسو سره په مقابله کې ووژل شو، خو وروسته عدالتي پلټنو د راو انوار ادعاوې ناسمې وبللې او وې ښودل چې هغه په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی و.

له دې وروسته راو انوار له خپلې څوکۍ ليرې کړل شو.

راو انوار له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې فراره وو او په وار وار ورته سپريم کورټ عدالت ته د حاضرېدو حکم کړی و.

د نقيب مسود د وژنې په تور ۲۴ نور پوليس چارواکي هم مطلوب دي خو د سيند پوليسو مشر اې ډي خواجه سپريم کورټ ته ويلي ول چې په دغو کې ۱۱ نيول شوي او پاتې نور لاهم فراره دي.

XS
SM
MD
LG