د لاسرسي ځای

تازه خبر

له برتانیا اېستل شوي روسي سفارتکاران هیواد ته رسېدلي


له برتانیا اېستل شوي ۲۳ روسي ډپلوماټان د سه شنبې په ورځ خپل هیواد ته رسېدلي دي.

د برتانیا وزیراعظمې تریسا مې دا ډپلوماټان جاسوسان بللي او هغوی ته یې یوه اونۍ وخت ورکړی وو چې له برتانیا څخه ووځي.

دا له هغه وروسته ده چې د مارچ پر څلورمه نېټه د روس پخوانی ډبل ایجنټ سیرګي سکریپال او د هغه لور یولیا د برتانیا په سېلزبري ښار کې په بې هوښه شوي حالت کې ومیندل شو.

برتانیا پر روس تور پورې کړی چې دا کار هغوی کړی دی خو روس په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي دي.

برتانیا د سه شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې اوس مهال پر روس نور بندیزونه نه لګوي خو د نویو ګامونو په اړه فکر کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG