د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان وژنې په کېس کې يو ملزم ځان پوليسو ته وسپاره


تېر کال د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د زده کوونکي مشال خان د وژنې په تړاو پوليسو ته مطلوب يو تن صابر مايار ځان قانون ته سپارلی دی. مايار تر پرونه پورې پټ وو. په دې کېس کې يوازينی بل مطلوب کس اسد نوميږي چې لا يې هم ځای نه دی معلوم.

د مردان ضلعي ناظم حمايت الله مايار د مارچ په ۱۹مه مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې صابر ښه کار وکړ. د هغه په وېنا نوموړی د مشال خان له خوا په پوهنتون کې د قيمتونو د ډېرېدو او درغليوو پر ضد احتجاجي کمپ عېني ګواه دی او کېدای شي دې کېس کې د انصاف په کېدو کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه: ((هغه وخت چې مشال خان د پوهنتون په اړه په احتجاج او مطبوعاتو کې خبرې کولې، صابر هلته وو. دا چې ده ولي اوس ځان حواله کړ نو کېدای شي دا ځکه چې هغه وليدل چې ځيني نور کسان هم په دې مقدمه کې خوشي شوي دي نو دی هم غواړي خپله بې ګناهي ثابته کړي.))

د مشال خان وژنې په کېس کې د خېبر پښتونخوا د هريپور ترهګرۍ ضد عدالت د جنورۍ په ۷مه نېټه مرکزي ملزم، عمران علي ته د مرګ، پنځو نورو ته د عمري بند سزا او ۲۵ نورو ته یې د څلور څلور کلونو لپاره قېدا واوراوه. خو ۲۶ نور ملزمان د شواهدو د نشتوالي په بنياد خوشي کړل شول. سزا شوو خپله سزا زياته بللي او په عدالت کې يې چېلنج کړې ده.

د مشال خان پلار، محمد اقبال
د مشال خان پلار، محمد اقبال

بلخوا د مشال خان پلار، محمد اقبال بيا دا سزاوې کمې بولي نو ځکه یې د سختو سزاګانو لپاره عدالت کې بل درخواست جمع کړی دی. نوموړي پرون مشال راډيو ته وويل چې پوليسو ولې په مردان کې موجود، صابر مايار نه نېوه او هغه ځان په خپله خوښه ورحواله کړ. خو د هغه په وېنا په دې ښه خبر دی چې جرګې، مرکې او سياسي فشارونه یې له انصاف غوښتو نه شي راګرځولی.

نوموړي زياته کړه: ((زما زوی یې واخيست. ما سره نور څه نشته. پر ما له شروع راهیسې فشار وو چې جوړه وکړم خو ځکه يې نه کوم چې دا د يو مشال مسله نه ده. زه په دې ملک کې انصاف غواړم. نو له حکومتي چارواکو هيله لرم چې خپلې رويې بدلې کړي.))

مشال خان خپلو پوهنتونوالو دين ته د سپکاوي په تور وواژه. خو پوليسو ويلي چې پر هغه لګېدلي تورونه بې بنياده وو او نوموړي د مذهب بې احترامي نه وه کړې.

د هغه د وژنې په تور ۵۷ کسان نيول شوي وو. د جماعت اسلامي او جماعت العلمای اسلام (ف) مذهبي ګوندونو غړو د فرورۍ په نهمه، د راخوشي شوو ۲۶ کسانو په ملاتړ يو لاريون وکړ او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې دې کېس کې دې سختې سزاوې نه اوروي.

XS
SM
MD
LG