د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: باجوړ کې د امنيت تر ډاډ وروسته پوليو کمپاين پېلوو


باجوړ
باجوړ

په باجوړ کې چارواکي وايي دغلته ځنډیدلی د ګوزڼ ضد پوليو ويکسينو کمپاين تر هغې نه شي پېلولی تر څو چې د امنيت په اړه پوره ډاډه شوي نه وي.

دلته ايجنسي سرجن يا د صحت برخې زمه وار افسر، ډاکټر وزير صافي پرون مشال راډيو ته وويل چې د باجوړ حساسو حالاتو ته په کتو سره دوی د نورو قبايلي سيمو په پرتله دلته د ويکيسينو دا کمپاين لا واردمخه ځنډولی وو.

د هغه په وېنا غوښتل يې دا بهير د مارچ په ۱۹مه يعنې پرون پېل کړي خو لا تر اوسه د خپلو روغتيايي ډلو پر امنيت پوره ډاډه نه دي نو ځکه یې يو ځل بېا وځنډاوه. ((پوليټيکل ايجنټ راته وويل چې لږ صبر وکړئ. هغه ويل چې دا کمپاين به لا لږ نور هم وځنډوو او تر پوره تدابيرو وروسته به يې بيا پېل کړو. نو موږ اوس د باجوړ بېلابېلو سيمو خلکو سره په رابطه کې يو. دوی راسره د امنيت په ساتنه کې د مرستې ژمنه کړې ده.))

پخوا هم راسره خلکو ډېره مرسته کړې او موږ سره یې په ډېره ښه طريقه دا کمپاين پر مخ بېولی دی.
ډاکټر وزير صافی

د امنيتي حساسيتونو له وجې په باجوړ کې دا کمپاين په داسې حال کې ځنډېږي چې تېره ورځ ددغه ایجنسۍ پوليټيکل انتظاميې چارواکو مشال راډيو ته ومنله چې دغلته د پيپلز ګوند ځايي مشر اخونزاده چټان پر کور نامعلوم کسانو يو راکټ ويشتلی دی. په دې پېښه کې چاته زيان نه دی رسېدلی.

د مارچ په اتلسمه د باجوړ په ګاونډ مومندو کې د پوليو ويکسينو دوه کارکوونکي د وسله والو په حمله کې ووژل شول. خو د باجوړ ايجنسۍ ميډيکل سرجن، ډاکټر وزير صافی وايي دوی په خپله سيمه کې د خنډونو باوجود په ښه طريقه خپل هدف ټاکلي ټول ماشومان ويکسين کړي او دا ځل به يې هم کوي. نوموړي زياته کړه: (اراده لرو چې دوه لکه او اته ويشت زره هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې له پنځوو کلونو څخه کم دي، د ګوزڼ ضد څاڅکي يا قطرې ورکړو.))

د يادونې ده چې پاکستان او افغانستان په نړۍ کې يوازيني هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پوليو معذورونکي وايرس شته دی. تر دې مخکې د صحت نړيوالې ادارې پر دواړو هېوادونو غږ کړی وو چې د دې رنځ د ختمولو لپاره دې سره يو لاس شي او کمپاينونه دې يو بل سره په يو وخت تنظيم کړي.

XS
SM
MD
LG