پراګ - د بره مومندو یوه انتظامي مشر طارق الله د یکشنبې یا اتوار پر سهار مشال راډیو ته وویل، د پولیو د واکسیني ډلې پر څارونکو په برید کې دوه کسان وژل شوي او درې ورک شوي ول چې د شپې ناوخته کورونو ته رسېدلي.
د ده په خبره، دوه نور کارکوونکي د برید پر مهال تښتېدلي ول.
هلته د قبایلي سیمو د بیړنیو چارو دفتر د اتوار پر ورځ په یوه بیان کې ویلي، د خالي پر ماښام د وسله والو د حملې پر وخت واکسیني کیمپېن نه وو روان.
بیان وايي، تر دې حملې وروسته د اېف سي ځواک سرتېرو د ساپیو په غونډۍ سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
د بیړنیو چارو د دفتر بیان زیاتوي چې د اووه کسانو دا څارونکې ډله د پولیو له ختم شوي کیمپېن څخه ستنه شوې وه او پر لار وه چې د حملې ښکار شوه.
دا حمله پر داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د دوشنبې یا ګل له ورځې څخه په باجوړ کې د پولیو واکسیني کیمپېن پیل شي.
تر دې مخکې له باجوړ علاوه په ټولو قبایلي سیمو کې درې ورځنی کیمپېن د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ پای ته ورسېد.
د پاکستان چارواکي وايي، په کیمپېن کې یې لسګونه لاکه ماشومانو ته له ناروغۍ څخه د بچ کېدو څاڅکي ورکړل.
چارواکي وايي، د مارچ له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې پورې یې په ټوله اېجنسۍ کې شاوخوا نهه نیم لاکه ماشومانو ته واکسیني څاڅکي ورکړي دي.
د پاکستان حکومت وايي، سږکال به هېواد له پولیو څخه پاک کړي. افغانستان او نایجېریا هغه نور دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.
ډاکتران وايي، په هر کیمپېن کې تر پینځه کلنۍ پورې هر ماشوم ته د دې ناروغۍ واکسیني څاڅکي ورکول ضروري دي ځکه چې که داسې ونشي نو پر هغوی د وایرسو د حملې خطر زیاتېږي.
د پولیو له وجې ماشومان د ټول عمر لپاره معذورېږي.