پراګ - ولادیمیر پوتین د یکشنبې یا اتوار د ورځې په انتخاباتو کې بیا د روسیې ولسمشر ټاکل شوی دی.
د روسیې د انتخاباتو کمېشن وايي، زیاتره رایې یې شمېرلې دي چې پکې ولادیمیر پوتین له ۷۶ فیصده څخه زیات ووټونه ګټلي او په دې توګه د شپږو کلونو لپاره بیا ولسمشر ټاکل شوی دی.
د ولسمشرۍ څوکۍ ته ټول اته کسان نوماندان ول او شاوخوا ۶۷ فیصده خلکو خپلې رایې کارولې دي.
پوتین په څلورم ځل د روسیې ولسمشر منتخب شوی دی. اپوزیشن لیډر او د ولادمیر پوتین مهم سیال الېکسي نوالني ته په ټاکنو کې د برخې اخیستو اجازه نه وه ورکړل شوې.
په عین حال کې د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه د قوانینو د سرغړونو په زرګونه شکایتونه درج شوي دي، ورسره په زور په خلکو د ووټونو اچولو رپورټونه هم ورکړل شوي دي.
پوتین د یکشنبې پر شپه د خپلې بریا تر اعلان وروسته په مسکو کې پلویانو ته وویل، کامیابي یې په واکمنۍ کې د ده پر تګلارو د خلکو د باور څرګندونه ښيي.
((زه د انتخاباتو په دې نتیجو ستاسې مننه کوم. موږ یو ټیم یو او زه هم د دې ټیم غړی یم. هغه ټول خلک هم د دې لوی ملي ټیم برخه دي چې ما ته یې رایې راکړې دي.))
د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېشن وايي، تر اوسه یې شاوخوا ۹۰ فیصده رایې کارولې دي چې پکې د کمیونسټ ګوند نوماند پاول ګرودینین تر پوتین وروسته تر ټولو زیات ووټونه ګټلي چې د ټولو هغو ۱۲ فیصده جوړېږي.
د انتخاباتو څار خپلواکې ډلې ګلوس ویلي، په انتخاباتو کې ظاهري بېقاعدګۍ لیدل شوې دي. په دې کې له څارګرو کیمرو څخه د رایو د صندوقونو پټول او په اخري وخت کې د رایې ورکوونکو رجسټرېشن هم شامل دی.
۶۵ کلن ولادیمیر پوتین تیره شپه خبریالانو ته وویل په ایین کې د بدلون اراده نه لري.
د موجوده ایین ترمخه نوموړی د ۲۰۲۴ز کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې برخه نشي اخیستلی ځکه چې دا قانون پرله پسې دوه واره د ولسمشر پاتې کېدو نه پس د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره امېدوار جوړېدلو اجازه نه ورکوي.
د روسې ولسمشریز انتخابات په داسې حال کې ترسره شول چې د اوکراین له مسکو سره د الحاق څلور کاله پوره شول او په شام کې هم جګړه روانه ده چې پکې روسیه د ولسمشر بشارالاسد پوځي او سیاسي ملاتړ کوي.
ولادیمیر پوتین په داسې وخت کې ولسمشر وټاکل شو چې د روس او برتانیا ترمنځ سفارتي تعلقات کړکیچن شوي او امریکا هم پر روسیې یو لړ نوي بندیزونه لګولي.