د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه: خلکو په ولسمشریزو انتخاباتو کې رایې واچولې


د روسیې د انتخاباتو بهیر
د روسیې د انتخاباتو بهیر

پراګ ـ په روسیه کې خلکو د یکشنبې پر ورځ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایې واچولې.

که څه هم اته نوماندان په میدان کې دي خو داسې ښکاري چې ولادي میر پوتین به په څلورم ځل په اقتدار کې پاتې شي.

۶۵ کلن ولاديمیر پوتین ته له یوکراینه د کرایمیا سیمې د خپلولو د څلورمې کلیزې او په شام کې د پوځي مداخلې له وجې حکومتي ملاتړ تر لاسه دی او په سرکاري تلویزون دا هرڅه د یوې وطني بریا په توګه ښودل کېږي.

د روسیې د انتخاباتو په اړه یواځېنۍ پوښتنه چې مخې ته راتلی شي، هغه دا ده چې ایا خلک به په زیاته اندازه په دغو انتخاباتو کې په برخه اخېستو ولاديمیر پوتین ته د پام وړ واک په لاس کې ورکړي که نه؟

ولاديمیر پوتین په مسکو کې خپله رایه استعمالوي.
ولاديمیر پوتین په مسکو کې خپله رایه استعمالوي.

ولادیمیر پوتین په مسکو کې د خپل ووټ تر اچولو وروسته خبریالانو ته وویل، هغه پایلې چې تر مخه یې دی وکولی شي، د ولسمشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي، دی به یې بریالیتوب وګڼي.

نوموړي زیاته کړه:

((زه باور لرم، هغه پروګرام چې زه یې وړاندې کوم، سهي دی.))

هلته د روسیې د انتخاباتي کمېشن مشر ویلي چې د مسکو په وخت د ماښام تر پنځو بجو پورې په هیواد کې شاوخوا ۵۲ فیصده خلکو رایې کارولي.

د روسیې په لرې پرتو ختیځو سیمو کې د یکشنبې د ورځې په ټولټاکنو کې د خلکو شمېره وار له مخې د ۲۰۱۲ کال په پرتله زیاته ده. د کامچاټکا او چکوټکا په اکثرو کلیو کې خلکو سل په سلو کې خپلې رایې استعمال کړې دي.

د روسیې د پیسفیک ساحل په خبروفسک سیمه کې د دې لپاره چې خلک په زیاته اندازه د رایو ورکولو مرکزونو ته لاړ شي ورته یې غذايي مواد په ارزانه بیه وړاندې کړې دي.

د الېکسي ناولني (چې د اپوزیسیون مشر دی او په انتخاباتو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې) پلویان وايي، په ټوله روسیه کې خلک په بسونو کې د رایو مرکزونو ته وړل کېږي.

د انتخاباتو د څارنې خپلواکې ډلې ګلوس ویلي چې د رایو د استعمالولو پر مهال ظاهري بې قاعدګۍ لیدل شوي دي.

په دې کې د رایو د ځېنو صندوقونو د څارنې له کیمرو څخه پټول او عین په اخري وخت کې د رایه ورکونکیو راجستریشن هم شامل دي.

د روسیې صدارتي انتخاباتو کې اته کسان په میدان کې دي.
د روسیې صدارتي انتخاباتو کې اته کسان په میدان کې دي.

د روسیې پر وخت د سهار له اتو بجو څخه د رایې ورکونې بهیر پیل شو چې تر ماخستن اتو بجو روان دی.

د روسیې د یکشنبې د ورځې انتخابات پر داسې وخت کېږي چې د دغه هیواد اړیکې له انګلستان سره په زیاته اندازه خرابې شوې دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې یو پخوانی روسي جاسوس په انګلستان کې د زهرو په ورکولو سره ووژل شو. لندن ګڼي چې دا کار روسیې ترسره کړی دی.

له دې علاوه، د امریکا لخوا د مارچ په ۱۵ مه پر روسیې یو لړ نوي بندیزونه هم ولګول شول. دا بندیزونه د امریکا په وینا په دغه هیواد کې د ۲۰۱۶ م کال په صدارتي انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې په وجه لګول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG