د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: د غلام خان لار نه بندوو


د خوست والي، حکم خان حبيبي
د خوست والي، حکم خان حبيبي

د افغانستان په خوست ولايت کې چارواکي وايي هغه اوازې حقیقت نه لري چې وېل کېږي د وزيرستان سره د تجارت لپاره پرانيستل شوی غلام خان بندر تړل کېږي.

د ولايتي شورا ځينو غړو ويلي چې دوی ته د رسېدلو معلوماتو تر مخه ولسمشر محمد اشرف غني د دې لار د بندولو خبره کړې. خو د خوست والي مشال راډيو ته پرون وويل چې دوی ته رسيدلي د ولسمشر غني د فرمان په اړه دغه ادعا بې بنياده ده.

نوموړي زياته کړه دوی غواړي له دې لارې تجارت زيات شي. ((د لارې د بندولو په اړه هيڅ تشويش نشته. که بندېږي هم هغه به موقتي وي ځکه چې موږ يو پلاوی لېږو. د ولسمشر په مکتوب کې حکم شوی چې پر غلام خان بندر دې د امنيت او تجارت لپاره سهولتونه برابر شي. موږ همداسې کوو.))

د خوست او وزيرستان ترمنځ د غلام خان لار د افغانستان او پاکستان چارواکو تر مذاکراتو وروسته تېره اونۍ د سوداګرۍ لپاره پرانيستل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG