د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلا سیف الله: د طالب پلوي ملا په کور کې چاودنې مرګ ژوبله رسولې


کلا سیف الله کې د مولوي حبيب الله کور
کلا سیف الله کې د مولوي حبيب الله کور

د بلوچستان په پښتني سیمه کلا سیف الله کې یوې زورورې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي دي. پوليس چارواکي وايي چې پېښه د پنجشنبې په ماخوستن د مولوي حبيب الله په نامه د يو ځايي استوګن په کور کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې په دغه ځای کې باروت وچاودېدل.

د کلا سېف الله د پوليس تاڼې يو چارواکي محمد فاروق نن [جمعه] مشال راډيو ته وويل چې چاودنه د شپې شاوخوا ۱۰ بجې وشوه چې غږ يې تر ليرې پورې واورېدل شو. نوموړي په دې لړ کې د ډرون بريد ګنګوسې رد کړې.

(له کوټې ښاره راغلې د بم شنډولو ډلې وويل چې په دغه کور کې له ټرېکټره باروت د خېږولو يا راکښته کولو پر وخت اور لګېدلی او چاودنه شوې ده.)

د چاودنې په نتيجه کې ټول کور وران شوی دی او پر مړیو سربېره د کورنۍ پاتې غړي ژوبل شوي دي.

د کلا سيف الله د ضلعي روغتون يو کارکوونکی نقيب افغان وايي چې روغتون ته د مولوي حبيب الله د پلار شېخ عبد الله مړی ور وړل شوی او د نورو مړیو پېژندګلوي نه کېږي. د نوموړي په وينا په پېښه کې اووه کسان ژوبل شوي دي چې اکثريت يې ښځې دي.

((ژوبل شویو ښځو وويل چې [د کور سړيو] پردی ټرېکټر کور ته راوستی چې په ټرالۍ کې يې يو شی موجود ول. کله چې دوی له ټرالۍ څخه دغه شيان راکښته کول نو چاودنه وشوه. دوی وايي، له چاودنې وروسته موږ په ځان نه يو پوه شوي او ټوله کور ونړېدلی.))

نقيب افغان زياتوي چې دوی ته دوه درې پارسله غوښې رسېدلي چې د شېخ عبدالله د څلورو زامنو دي. د هغه په وينا پوليس به دغه غوښې د ډي اېن اې ټېسټ لپاره کوټې ته لېږي چې پېژندګلوي وشي.

ځېنې ځايي اوسېدونکي وايي چې له مولوي حبيب الله سره د هغه پر وروڼو سربېره ځېنې مېلمانه هم ول خو چارواکو يې لا تر دې دمه پخلی نه دی کړی.

ځايي اوسېدونکیو مشال راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې مولوي حبيب الله له افغان طالبانو سره اړيکې لرلې او افغانستان ته يې تګ راتګ کاوه.

په کوټه کې خبريال او د سياسي چارو کارپوه عيسی ترين وايي، د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې بلوڅ بېلتونپالو د ازادۍ په نامه وسله راخيستې او په پښتون مېشت سيمه کې بيا د طالب په نامه سختدريځي او ترهګري وجود لري.

((ځايي خلک وايي مولوي حبيب الله له طالبانو سره اړيکې درلودې او څو ځلې افغانستان ته هم تللی و. د پاکستان امنيتي ځواکونو د هغه د نيولو هڅې هم کړې وې. داسې هم ويل کېږي چې د هغه له کوره تر دې وړاندې هم ډېر زيات بارودي مواد نيول شوي و.))

د نوموړي په خبره د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې د ترهګرو پر ضد عمليات او پلټنې پېل کړي دي.

کلا سیف الله د ږوب او لورالايي تر منځ پرته سیمه ده، چې ځینې برخې یې له ډیورنډ کرښې سره هم لګېدلې دي. قلعه سیف الله ته نیژدې ګوال اسماعیلزۍ هغه ځای دی، چې د افغان طالبانو د دوو پخوانیو مشرانو ملا دادالله او منصور دادالله د استوګنې سیمه بلل کېږي.

په دا وروستيو کې په دې سيمه کې پاکستانيو ځواکونو د لټون عملیات هم پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG