د لاسرسي ځای

تازه خبر

بن سلمان: که ایران اټومي وسله جوړوي نو سعودي به یې هم جوړوي


د سعودي عرب ولي عهد د مارچ پر ۱۵مه په دې خبره ټینګار وکړ چې که ایران اټومي وسله جوړوي نو دوی به یې هم جوړه کړي.

دا خبره ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سي بي ایس ټي وي سره په یوه مرکه کې وکړه چې پرون یې یوه برخه خپره شوه.

تهران وروسته له هغې سمدستي د نوموړي څرګندونې غندلي دي.

ولی عهد محمد بن سلمان په مرکه کې ویلي چې سعودي عرب اټومي بم جوړول نه غواړي خو په دې کې هېڅ شک نه شته چې که ایران اټومي بم جوړ کړ نو دوی به یې هم ژر تر ژره جوړ کړي.

دغه ټوله مرکه به د مارچ پر ۱۸مه خپره شي.

د ایراني ټي وي تر مخه د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وویل چې ولي عهد یو ناپوهه کس دی چې یوازې درواغ وايي، ترخې خبرې کوي او په سیاست نه پوهېږي.

ایران په ۲۰۱۵م کال کې د نړۍ له طاقتورو هېوادونو سره یوه اټومي لوظنامه وکړه چې له مخې يې پر دغه هېواد د غرب لخوا د لګېدلو بندېزونو نرمولو په بدل کې تهران د خپلو اټومي فعالیتونو محدودولو ژمنه وکړه.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دغه تړون نه د وتلو خبردارې ورکړې چې تهران یې په غبرګون کې ویلي، که داسې وشي نو نور به د لوظنامې د شرایطو تابع نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG