د ناټو مشر ینز سټولټېبرګ د پنجشنبې مازیګر په برسلز کې یوې خبري غونډې ته وویل، د کابل له خوا طالبانو ته د سولې ډېر څرګند وړاندیز شوی دی او هغوی یې باید ومني.
سټولټېبرګ وویل،که ټول طالبان نه وي، نو د هغوی ځېنې کسان خو به ضرور د سولې خبرو ته چمتو وي نو باید دا کار وکړي.
تر دې مخکې د سېشنبې یا نهې پر ورځ د امریکا د دفاع وزیر جېمز میټس افغانستان ته د سفر پر وخت خبریالانو ته ویلي ول چې ځېنې طالبانو د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې.
سټولټېبرګ زیاته کړه چې په عین وخت کې پر طالبانو فشار ته هم اړتیا ده.
د تېرې میاشت په پای کې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي یې ول چې که طالبان اوربند وکړي او خبرو ته حاضر شي نو د سیاسي ګوند په توګه به یې وپېژني. طالبانو تر اوسه د نوموړي د وړاندیز رسمي ځواب نه دی ورکړی.
بلخوا په انډونېشیا کې د افغانستان د سولې په اړه د دیني عالمانو غونډه کېږي چې پکې افغان، پاکستاني او انډونېشیايي پوهان برخه اخلي.
په پلازمېنه جکارتا کې دا غونډه نن پیلېږي چې د ګلتر ورځې به دوام ولري.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد بېګا مشال راډيو ته وویل، په غونډه کې به د اسلام له نظره د افغانستان پر جګړې بحث کېږي.
افغان حکومت وايي، د جکارتې غونډې ته هیله من دی. دیني عالمان پر داسې وخت د افغانستان پر جګړې خبرو ته ورغونډ شوي چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د افغانستان د سولې ټینګښت لپاره په ازبکستان کې هم یوه غونډه جوړېږي.