د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ پر طلال چودري فردجرم عايد کړ


د پاکستان سپريم کورټ د مارچ په پنځسلمه د کورنيوو چارو پر وزير مملکت طلال چوهدري فردم جرم عايد کړ. پر هغه د عدالت د سپکاوي تورونه وو. چوهدري د جنورۍ په مياشت کې يو تقرير کړی وو. هغه خپلو مينه والو ته ويلي وو چې د مسلم لېګ (ن) ګوند سياستوالو پر ضد فېصلې اورونکي قاضيان له عدالتونو راوباسئ.

د مارچ په ديارلسمه د پاکستان سپريم کورټ د مسلم لېګ (ن) حکمران ګوند يو بل مشر، دانيال عزيز ته هم نوټس جاري کړی وو. له هغه يې غوښتې وو چې په خپلو تقريرونو کې د عدالتونو د سپکاوي په اړه دلايل وړاندې او وضاحت وکړي.

نوموړي د مارچ په پنځلسمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د سپريم کورټ سربېره پرې د احتساب عدالتونو کې هم کېسونه روان دي خو د دوی په خلاف هيڅ ثبوتونه نشته دی. دانيال عزيز زياته کړه چې دوی ځکه پر عدالتي پرېکړو نيوکې لري چې هغه د شواهدو په بنياد نه دې شوي: ((هغه د لویو لويو شواهدو د پېټيو خبرې کېدلې، هغه هيڅ شی نه وو. هغه د قانون تر مخه په عدالت کې د ثبوت په توګه نه شي وړاندې کېدلی. هغه د تش په نامه شواهدو پېټۍ په منځ کې تشې ثابتې شوې.))

د مسلم لېګ (ن) لويې لویې جلسې ښيي چې خلکو د عدالتونو تورونه او فېصلې رد کړې دي.
طلال چوهدري

طلال چوهدري د جنورۍ په ۲۷ تاريخ د پنجاب په جړانواله کې يوې جلسې کې پر عدالتونو نيوکې کړې وي چې ولې يې يوازې د مسلم لېګ (ن) سياستوال هدف ګرځولي دي.

دا د مسلم لېګ (ن) يوازيني سياستوالان نه دي چې د ججانو په سپکاوي تورنېږي. سپريم کورټ د دې ګوند سېنېټر نهال هاشمي د پنځو کلونو پورې پر کومې سرکاري چوکۍ له کاره منع کړی وو. د عدالت د پرېکړې تر مخه نوموړي يوه مېاشت زندان تېر کړ او پنځوس زره روپۍ جرمانه يې ورکړه.

تېر کال د سپريم کورټ له خوا نوازشريف د وزيراعظمۍ له چوکۍ ليري کولو او نا اهل ګرځولو وروسته، د هغه لور مريم نواز او د مسلم لېګ (ن) ګوند ګڼو سياستوالو پر عدالتونو خپلو سختو نيوکو ته دوام ورکړ.

د قانوني چارو پوه، قاضي انور وايي هر څوک کولی شي د عدالتونو پر پرېکړو تنقيد وکړي خو خلک به تشدد ته نه هڅوي. ((د قانون تر مخه خلک کولی شي پر عدالتي پرېکړه خپله رايه وښيي او نيوکې وکړي. دې کې هيڅ ستونزه نشته. د پاکستان په آيين کې د عدالت د سپکاوي له وجې سزا ورکولو برخه د انګرېزانو له وخته پاتې ده. دوی به وېل چې دا يې پکې د خلکو وېرولو لپاره اچولې خو اوس په دې لړ کې سختې سزاوې ورکول او خلک له سياسته راګرځول سم کار نه دی.))

"عدالتونه د هيچا خلاف نه دي"

تېره مېاشت د پاکستان چېف جسټس ثاقب نثار په اسلام اباد کې په يو کنفرنس کې ويلي وو چې عدالت د هيچا پر ضد نه دی او ټولې پرېکړې يې په انصاف ولاړې دي. په همدې حال کې سپريم کورټ تېره ورځ د پخواني وزيراعظم نوازشريف پر ضد د عدالت د سپکاوي يو پيټيشن رد کړی خو تر دې مخکې هغه او لور، مريم نواز ته يې نوټس جاري کړی وو.

XS
SM
MD
LG