د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ليری شوی وزيراعظم او د مسلم لېګ (ن) دايمي مشر، نوازشريف او د هغه لور مريم نوازشريف د مارچ په څوارلسمه په اسلام اباد کې احتساب عدالت ته وړاندې شول. پر هغوی د مقدمو په لړۍ کې دا ځل د العزيزيه سټيل ميلز د جوړولو په وخت په مبيينه ډول د نوازشريف کورنۍ د کړو درغليوو کېس اورېدنه وه.

د مارچ په ۷ نېټه د پاکستان سپريم کورټ احتساب عدالت ته حکم کړی وو چې په دوو مېاشتو کې د شريف کورنۍ د درغليوو کېسونو په اړه مقدمه پوره کړي.

د مسلم لېګ (ن) ګوند مشران پر دوی لګيدلي تورونه سياسي سازش بولي. د اطلاعاتو وزير مملکت مريم اورنګزېب د مارچ په څوارلسمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې دوی د عدالتونو سره همکاري کوي خو پر خلاف یې کېسونه په شواهدو نه دې ولاړ.

زه فکر کوم چې پارليمان، عدليه او بله هره اداره بايد په خپله قانوني دايره کې کار وکړي.
مريم اورنګزېب

هغې زياته کړه: ((د يوې روپۍ، يوې پېسې درغلي تر اوسه نه ده ثابته شوې. له دوو کلونو راهيسې مقدمې روانې ده. د نېب په عدالتونو کې د ورځې دوه ځلې هم وړاندې شوي يو. خو بېا هم تر اوسه پورې يو ثبوت هم مخې ته نه دی راغلی. تر کومې پورې چې د عدليې او مسلم لېګ (ن) د ناندريوو خبره ده نو بايد ووايم چې د پاکستان په آيين کې هر څه معلوم دي. قانوني حدونه واضحه دي.))

ياده دې وي چې د پاکستان سپريم کورټ د تېر کال په جولايي مياشت کې نوازشريف د پاناما کېس اورېدنې پر مهال د درغلېوو په مقدمه کې د وزيراعظمۍ له چوکۍ ليري او نا اهل اعلان کړ. پر هغه تور وو چې د زوی په کمپنۍ کې مقرره تنخا يې د انتخاباتو کمېشن ته نه وه ښودلې. خو نوموړی دريځ لري چې دا تنخا يې اخيستې نه وه نو ځکه يې نه ده ظاهره کړې.

تر دې وروسته نوازشريف او لور يې مريم نوازشريف په بېلابېلو جلسو کې پر دوی د پرله پسې کېسونو له وجې پر عدليې سختې نيوکې کړي دي. د فرورۍ په مياشت کې سپريم کورټ نوازشريف د مسلم لېګ (ن) له مشرۍ هم ليري کړ او وي ويل چې يو نا اهله وزيراعظم نه شي کولی د سياسي ګوند مشر شي. خو د نوموړي ګوند هغه قايد او ورور يې شهباز شريف د دې ګوند مشر کړ.

XS
SM
MD
LG