د پاکستان د پنجاب صوبايي اسمبلۍ د چارشنبې پر ورځ د سيکانو د واده د رجسټرېشن قانوني مسوده منظور کړه. دا لومړی ځل دی چې د سيک انند کراج مېرج اېکټ ۲۰۱۷ په نامه دغه قانوني مسوده د پاکستان يو صوبايي اسمبلۍ منظوروي.
د دې قانون له پلي کولو وروسته به په پنجاب کې مېشت سيکان وکولای شي چې خپل ودونه راجسټر کړي او نکاح نامې جوړې کړي.
د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په دې اړه په خېبر پښتونخوا کې د سيک ټولنې له مشر چرن جيت سينګ سره مرکه کړې او په سر کې په پنجاب اسمبلۍ کې د دې بل د منظورېدو په اړه د هغه غبرګون پوښتلی دی.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.