د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د روسیې د انرژۍ له یو کمپنۍ سره د ۷۴۲ میلیونه ډالره لوظنامه لاس لیک کړې ده.

د زروبیژنفت په نوم حکومتي فرم او د ایران شخصي کمپني دانا انرجي به د عراق پولې ته نیزدې ایران په ایلام صوبه کې د ورځې په سر د تیلو پیداوار د ۳۶۰۰۰ بیرله نه ۴۸۰۰۰ بیرله ته د پورته کولو لپاره په شریکه کار کوي.

د روسیې د انرژۍ فرم به د دې پروژې لپاره اتیا فیصده مالي مرستې ورکوي.

د ایران د تیلو وزیر باي جان نامدار ځنګني د چارشنبې په ورځ په تهران کې د لوظنامې د لاسلیک غونډې ته د وینا په وخت وویل،د دغه سیمې څخه د تیلو د پیداوار له ډیریدو سره ایران ته څلور بیلیونه ډالره سرمایه راشي.

د ایران د تیلو د قامي کمپنۍ مشر علي کاردار ویلي، دا د ایران د روسیې د کوم فرم سره وړومبۍ داسې لوظنامه ده.

دا لوظنامه په داسې وخت کې لاسلیک شوې ده چې امریکا د ایران او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو سره د شوي لوظنامې نه د بهر وتلو دړکه ورکړې ده چې له کبله يې په مغرب کې تیلو کمپنۍ له ایران سره په کاروبار کې د احتیاط نه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG