د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاکنډ وکیلانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ له عدالتونو بایکاټ کړی


د سوات بار اېسوسیېشن د یو پخوانۍ غونډې عکس
د سوات بار اېسوسیېشن د یو پخوانۍ غونډې عکس

د خیبر پښتونخوا د مالاکنډ د وکیلانو اتحادیې په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو د حکومتي مقدمو پر ضد د احتجاج اعلان کړی دی.

د مالاکنډ‌ ډویژن د هاي کورټ بار ایسوسي ایشن مشر شمشیر علي خان ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل وکیلان به نن د احتجاج په توګه عدالتونو ته نه حاضریږي.

شمشیر علي خان ایډوکیټ وویل چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې د بلوچستان د وکیلانو ملګري دي او د هغوی په غوښتنه یې نن یانې د پنجشنبې په ورځ له عدالتونو بایکاټ کړی دی.

د ملاکنډ بار اېسوسیېشن وکیل او د سوات قامي جرګې غړي اېډوکېټ سید کریم شلماني وویل ، دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پرضد درج شوې مقدمې غیرقانوي بولي او غندنه یې کوي.

د سوات بار اېسوسیېشن پخوانی مشر اصغر خان وايي ، که څه هم له دې هړتال څخه ولس ته مشکلات جوړېږي خو باید برداشت کړل شي ځکه چې دا هړتال د یو ښه مقصد لپاره شوی دی.

دا له هغه ویوه ورځ ورسته ده چې د بلوچستان وکیلانو د چارشنبې په ورځ په ټوله صوبه کې له عدالتونو بایکاټ کړی وو.

د بلوچستان بار اېسوسیېشن مخکښ اېډوکېټ منیر احمد کاکړ مشال راډیو ته ویلي وو چې دوی تیار دي چې په عدالتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو دفاع وکړي.

د ږوب او کلاسیف الله پولیسو د مارچ پر ۱۳مه نېټه هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او د هغوی په احتجاجي غونډو کې د ګډون کوونکو پرضد رپوټونه درج کړل.

تر ږوب او کلاسیف الله وروسته په کوټه کې هم پولیسو ورته رپوټ درج کړی دی. په دې رپوټونو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نشنل ګوند ځینې مشران هم شامل دي.

پولیسو په درج کړو رپوټونو کې تور پورې کړی چې دې کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې د ریاست او ریاستي ادارو پرضد ویناوې شوې دي.

په عین حال کې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر ضد مقدمې بیرته واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مارچ له نهمې تر ۱۱ په ږوب ، کلاسیف الله او کوټه کې پراخې احتجاجي غونډې وکړې او پر حکومت یې غږ وکړ چې ورسره کړې ژمنې دې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG