په امریکا کې په لسګونو زره زده کوونکي د احتجاج په توګه له سکولونو راوتلي او د کانګرس د غړیو نه يې د اسلحو پرضد د سختۍ قانون سازي غوښتنه کړې ده.
د چارشبنې پر سهار زده کونکیو خپل کلاسونه پریښودل، د اسلحو د قامي اتحادیې پرضد يې شعارونه ورکړل او د اسلحو پرضد د کمزورو قوانینو پرضد يې احتجاج وکړ.
زده کوونکي شاوخوا تر ولسو مینټو له خپلو کلاسونو بهر پاتې شول او هره یو مینیټ يې د هغه ۱۴ طالب علمانو او دریو لویانو په نوم کړ چې د فرورۍ په ۱۴مه نېټه د فلوریډا په یو هايي سکول کې په ډزو کې وژل شوي وو.
د اسلحو قامي اتحادیې (این آر اې) د زده کوونکیو د غوښتنو په ردعمل کې په خپله ټویټر پاڼه د یو تور ټوپک تصویر خپور کړو چې د امریکا بیرغ ورباندې جوړ دی.
تصویر ته لاندې لیکل شوي"مننه زه به خپلې وسلې پخپله قابو کووم".
د اسلحو پرضد د سختو قوانیینو په حق کې د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه هم په واشنګټن او نورو یو شمیر ښارونو کې لاریونونه په پام کې نیول شوي دي.